وزیراعظم شهباز شریف سره د وفاقي وزیر چوهدري سالك حسین په مشرۍ د مسلم لیګ (ق) پلاوي وليدل ٬ د اقتصادي پرمختګ او اولسي سوکالۍ په اقدامات کښې د مرستي باور

اسلام اباد 11 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د سمندر پورې پاکستانیانو وفاقي وزیر چوهدري سالك حسین په مشرۍ د مسلم لیګ (ق) د قامي اسمبلۍ غړو چوهدري حسین الهي، محمد الیاس چوهدري او په فرخ خان مشتمل پلاوي ليدلي دي۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم دفتر د میډیا ونګ د اړخه جاري بیان له مخې د قامي اسمبلۍ غړو د ۔26-2025 مالي کال بجټ په قامي اسمبلۍ کښې په وړاندې کولو وزیراعظم او د هغه د ډلې ستائنه وكړه۔پلاوي د هیواد د اقتصادي پرمختګ او د اولس سوکالۍ لپاره د وزیراعظم په ټولو اقداماتو کښې د مرستي باور وركړو۔ پلاوي په خبرو کښې ووئیل د هیواد پوځي او سیاسي قیادت د اولس سوکالۍ او هیواد د پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار کوي۔ پلاوي د هند سره په وروستيو كښې تاؤ ترېښوالي كښې د پاکستاني اولس د مثالې قيادت او په نړیواله کچه د هیواد وقار زياتولو په اړه د وزیراعظم ستائنه وكړه۔ په دې ملاقات كښې اړوندو سيمو كښې په روانو چارو هم خبرې وشوې۔