د حاجيانو هېواد ته راستنيدل پېل شول٬ د پي آئي اے وړومبے پرواز د 307 حاجيانو سره اسلام آباد ته راورسېد

اسلام آباد 11جون(اے پی پی)د حج فريضه ادا كولو نه پس د حاجيانو بيرته هېواد ته راستنيدل پېل شوي٬د قامي ايئر لائن وړومبے پرواز 307 حاجيانو سره اسلام آباد ته رارسېدلے دے۔د شورو په شپه د قامي ايئر لائن پرواز پي كے-732 د اسلام آباد هوائي مېدان ته رارسېدلے٬په هوائي اډه د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د مذهبي چارو وزارت اعلٰی افسرانو حاجيانو ته هركلے …

اسلام آباد 11جون(اے پی پی)د حج فريضه ادا كولو نه پس د حاجيانو بيرته هېواد ته راستنيدل پېل شوي٬د قامي ايئر لائن وړومبے پرواز 307 حاجيانو سره اسلام آباد ته رارسېدلے دے۔د شورو په شپه د قامي ايئر لائن پرواز پي كے-732 د اسلام آباد هوائي مېدان ته رارسېدلے٬په هوائي اډه د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د مذهبي چارو وزارت اعلٰی افسرانو حاجيانو ته هركلے اووې۔حج پرواز د شورو په شپه 3 بجې اسلام آباد ته رارسېدلے۔د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري٬د مذهبي چارو ايډېشنل ډائرېكټر او حج ډائرېكټر هم په دې موقع موجود وو۔د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئېل په دې كښې هېڅ شك نشته چې د حج په مهال د پاكستان حكومت حاجيانو ته ښې آسانۍ وركړي۔سعودي حكومت د پاكستان حكومت سره په ګډه حاجيانو ته د ستائنې وړ آسانۍ وركړي۔ده ووئيل حكومت به سږ كال نور هم انتظامات كوي ځكه چې د دې مهمې مذهبي فريضې ادائيګۍ لپاره حاجيانو ته هر ممكنه مرسته او آسانۍ وركول زمونږ ذمه واري ده۔د حاجيانو هركلي لپاره د هوائي مېدان منيجر آفتاب ګيلاني ووئېل پوسټ حج آپرېشن به تر جولائي 10مې نيټې روان وي۔د حاجيانو مدينې منورې څخه هېواد ته د راستنېدو پروازونه به يوه اونۍ پس پیل كيږي۔ده ووئيل پوسټ حج آپرېشن لپاره په اسلام آباد هوائي مېدان ټول انتظامات بشپړ دي٬هيله ده چې حاجيانو ته به د هېواد ته د راستنېدو په موقع هر ډول آسانۍ وركولې شي۔

مزید خبریں