
اسلام آباد۔10جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چ پاكستان اوس د ټېك آف پوزيشن ته راغلے دے٬ ټولې اقتصادي اشاريې د اطمينان وړ دي٬ په روايتي جنګ كښې هند ته د ماتې وركولو څخه وروستو به اوس په معاشي مېدان كښې هم وړاندې وتل وي٬ ټول قام يو موټے دے ٬ داسې موخې په پېړيو كښې ترلاسه كيږي ٬ د پاكستان د برخې اوبو يو يو څاڅكے به اخلؤ ٬ په دې كښې به كوم خلل ونه زغملے شي٬ تنخواه دارې طبقې په معاشي استحكام كښې مهم كردار ترسره كړے٬ شتمندو طبقو له به هم خپل كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف قام ته د اختر او حجاج كرام ته حج مباركي وركړه۔ وزیراعظم په فلسطين او كشمير كښې د روان ظلم او زياتي سخته غندنه كولو سره ووئيل په فلسطين كښې روان بربريت د دې دور تر ټولو بدترين ظلم دے٬ نړيوالې ورورولۍ له به په غزه كښې فوري جنګ بندۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔ وزيراعظم ووئيل د بې ګناه كوچنيانو ٬ مېرمنو او وګړو وينه بهيولې شي٬ دې څخه وړاندې نړۍ داسې كوم ظلم نه دې ليدلے ۔ ده ووئيل د كشمير او فلسطين اولس به آزادي ضرور ترلاسه كړي۔ د پاكستان اولس د كشمير او فلسطين وروڼو سره ولاړ دے او وي به۔ وزيراعظم په وفاقي كابينه كښې د راروان مالي بجټ په اړه ووئيل اولس په تېر وخت كښې سنګينو حالاتو او چېلنجونو سره مخ پاتې شوے٬ عام وګړي او تنخواه دارې طبقې په معاشي استحكام كښې مهم كردار ترسره كړے ۔ تنخواه دارې طبقې په تېر بجټ كښې چې كوم بوج پورته كړو او 400 اربه روپۍ يۍ قامي خزانې ته وركړې ٬ دا د ټولنې د شتمندو نه يوه پوښتنه ده چې هغوي د خپلې برخې څومره كردار ترسره كړے ۔ وزيراعظم ووئيل په معيشت كښې د استحكام مثبتې اشاريې رامخې ته شوي٬ وخت راغلے چې په موجوده بجټ كښې معاشي پرمختګ ته خاص پاملرنه وكړې شي۔ ده ووئيل پاكستان په اوسني روايتي جنګ كښې داسې دښمن ته ماتې وركړې كوم به چې دا وئيل زمونږ پاكستان سره هېڅ موازنه نه كيږي۔ ده ووئيل په معاشي مېدان كښې به هم هند ته ماتې وركړؤ۔ ده ووئيل ټولو له به شپه او ورځ خوارۍ كولو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ وزیراعظم ووئيل معاشي كاميابو كښې ټولو ادارو خپل كردار ترسره كړے ٬ اوس موقع راغلې چې مونږ ټول يو موټے مخ په وړاندې لاړ شوو۔ ده ووئيل هند په جنګ كښې ماتې خوړلو څخه وروستو اوس د اوبه د وسلې په توګه د كارولو خبره كوي٬ پاكستان به د خپلې برخې يو يو څاڅكے اخلي٬ په دې كښې به هېڅ خلل ونه زغملے شي۔ ده ووئېل هند زمونږ د برخې اوبه منع كولې شي او نه هغه داسې كولې شي٬ څلورو واړو صوبو سره مو په دې د خيالاتو څرګندونه كړې ٬ مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي په دې محاذ هم كاميابي ترلاسه كړؤ۔ وزیراعظم د بجټ په اړه د خزانې په شمول د ټولو وزارتونو د خوارۍ ستائنه وكړه۔