د قامي اسمبلۍ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ د بجټ غونډې د شيډول او ايجنډې منظوري وركړه

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ د بجټ غونډې شيډول او ايجنډې منظوري وركړې چې له مخې يې د قامي اسمبلۍ غونډه به تر 27 جون دوام لري۔ د نهې په ورځ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پارليماني ګوندونو استازو ګډون وكړو ۔پارليماني لارښودو د مشاورت څخه …

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ د بجټ غونډې شيډول او ايجنډې منظوري وركړې چې له مخې يې د قامي اسمبلۍ غونډه به تر 27 جون دوام لري۔ د نهې په ورځ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پارليماني ګوندونو استازو ګډون وكړو ۔پارليماني لارښودو د مشاورت څخه د قامي اسمبلۍ بجټ غونډه تر 27 جون د روانې ساتلو ووئېل ۔ په 11 او 12 جون به د قامي اسمبلۍ غونډه نه كيږي۔د جون په 13مه نيټه به قامي اسمبلۍ كښې په وفاقي بجټ 2025-26 بحث پیل كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په دې موقع ووئيل ټولو پارليماني ګوندونو ته به د قواعد او ضوابط له مخې بحث لپاره وخت وركولې شي۔په بجټ بحث به تر 21 جون روان وي۔په وفاقي بجټ 2025-26 به بحث تر 21 جون ترسره كولې شي۔22 جون په مهال به د قامي اسمبلۍ غونډه نه كيږي او په 23 جون به د قامي اسمبلۍ په 2025-26 بجټ بېلو كړو خرڅونو باندې بحث كيږي ٬ دغسې په24 او 25 جون به د ډيمانډز٬ګرانټس٬كټوتۍ په تحريكونو بحث او ووټنګ كيږي۔د جون په 26مه نيټه به د فنانس بل قامي اسمبلۍ څخه منظوري ترلاسه كولې شي او په 27 جون به د تېر مالي كلونو سپليمنټري ګرانټس پشمول په نورو چارو بحث او ووټنګ كيږي۔

مزید خبریں