وفاقي حكومت د ګرېډ 1 نه تر 22 په تنخوا كښې د 10 فيصد اضافې تجويز لري۔ د خَزانې وزير

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د كال 26-2025 په بجټ كښې تنخوا دارې طبقې لپاره په ټېكس كښې كمي سره سره حكومت د خپلو مالي ستونزو باوجود سركاري ملازمانو لپاره د ريليف اقدامات پرېكړه كړې ده چې تفصيل ئې دا دے٬ د وفاقي حكومت ټولو ملازمانو لپاره د ګرېډ 1 نه تر 22 په تنخوا كښې د 10 فيصده اضافې تجويز …

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د كال 26-2025 په بجټ كښې تنخوا دارې طبقې لپاره په ټېكس كښې كمي سره سره حكومت د خپلو مالي ستونزو باوجود سركاري ملازمانو لپاره د ريليف اقدامات پرېكړه كړې ده چې تفصيل ئې دا دے٬ د وفاقي حكومت ټولو ملازمانو لپاره د ګرېډ 1 نه تر 22 په تنخوا كښې د 10 فيصده اضافې تجويز دے او د ريټائرډ ملازمانو په پنشن كښې د اووه فيصده اضافې تجويز لرو دغسې د معذوره كسانو په خاص كنونسن الاٶنس كښې د 4 زرو نه تر شپږ زرو تجويز وركوو۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د بجټ وېنا په مهال وفاقي وزير ووئيل د آئين د مساوي حقونو پحقله په وركړې شوي شق عملدرامد كولو سره د تنخوا تر مينځه موجوده تفاوت ختموٶ٬ دغسې اهل ملازمانو ته تر 30 فيصده شرح د ډسپرېټي اېډكشن الاٶس وركولو تجويز لرو۔ ده ووئيل په هېواد كښې د امنيت صورتحال خطرو سره مخ دے او وسله وال ځواكونه د پولو تحفظ لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كوي٬ د دې خدمات په اعتراف كښې د وسله والو ځواكونو افسرانو او سولجرز/جے سي اوز لپاره د سپېشل ريليف الاٶنس وركولو تجويز دے٬ دا خرڅونه به د مالي كال 26-2025 لپاره دفاعي بجټ څخه ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د ګرېډ 1 نه تر 22 په تنخوا كښې د 10 فيصده اضافې تجويز لري۔

مزید خبریں