سږ كال په سره او د چېنجو په داروګانو نور ټېكس نه لګوو۔ د خزانې وفاقي وزير سينېټر اورنګزېب

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب د كال 26-2025 په بجټ كښې په سره او د چېنجو په داروګانو د نور ټېكس نه لګوو تجويز وركړے دے۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د بجټ وېنا په مهال وفاقي وزير ووئيل زرعي څانګه نه يوازې د پاكستان په معيشت كښې ځانګړې حېثيت لري بلكې زمونږ اقتصادي ترقۍ لپاره د فعاله …

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب د كال 26-2025 په بجټ كښې په سره او د چېنجو په داروګانو د نور ټېكس نه لګوو تجويز وركړے دے۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د بجټ وېنا په مهال وفاقي وزير ووئيل زرعي څانګه نه يوازې د پاكستان په معيشت كښې ځانګړې حېثيت لري بلكې زمونږ اقتصادي ترقۍ لپاره د فعاله قوت كردار هم لوبوي٬ چې فصل ښه اوشي نو جي ډي پي زياته شي او كله چې كم شي نو معيشت جمود سره مخ شي۔ ده ووئيل زرعي څانګه زمونږ د قامي غذائي تحفظ لپاره ډېره مهمه ده۔ وفاقي وزير اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم تل دا هڅه وه چې زرعي څانګه زمونږ د ګروتھ انجڼ شي٬ د وزيراعظم امر له مخئ سږ كال په سره او د چېنجو په داروګانو نور ټېكس نه لګوو او دې لپاره مونږ د ائي اېم اېف هم مننه كوٶ

مزید خبریں