اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د مالي كال 26-2025 په بجټ كښې حكومت سركاري ملازمانو ته ريليف وركولو لپاره د شپږو نه تر 12 لكه روپو د تنخوا ټېكس شرح د 5 فيصده څخه د يو فيصد كولو تجويز وړاندې كړے دے۔ د نهې په ورځ د مالي كال 26-2025 بجټ وېنا په مهال د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب ووئيل د …
د شپږ نه تر 12 لكه روپو د تنخوا ټېكس شرح د 5 فيصد څخه يو فيصد كړې شوه۔ د خزانې وزير سينېټر اورنګزېب
اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د مالي كال 26-2025 په بجټ كښې حكومت سركاري ملازمانو ته ريليف وركولو لپاره د شپږو نه تر 12 لكه روپو د تنخوا ټېكس شرح د 5 فيصده څخه د يو فيصد كولو تجويز وړاندې كړے دے۔ د نهې په ورځ د مالي كال 26-2025 بجټ وېنا په مهال د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم تل دا هڅه ده چې په سركاري ملازمانو د ټېكس بار د كم نه كم كړے شي٬ په دې لړ كښې د تنخوا اغستونكې طبقې لپاره د آمدن په ټول سېلبس كښې د انكم ټېكس شرح كښې كمے تجويز كړے شوے٬ دا ريليف به نه يوازې د ټېكس ډهانچه آسانه كړي بلكې په متوسط آمدن لرونكو كسانو لګولے شوے ټېكس كمولو سره به د انفرلېشن او ټېك هوم تنخوا ترمېنځه توازن باوري كړي٬ د شپږ لكه نه تر 12 لكه په تنخوا به د ټېكس شرح د 5 فيصد څخه يو فيصد كولې شي او د 12 لاكه امدن په تنخوادارو ټېكس د 30 زره نه 6 زره كول تجويز دے۔ د خزانې وزير اورنګزېب ووئيل كوم كسان چې تر 22 لكه تنخوا اخلي ھغوي لپاره د ټېكس د لږې نه لږه شرح د 15 فيصد په ځاے 11 فيصد تجويز كوو او د دې نه زياته تنخوا اخستونكو لپاره هم د ټېكس په شرح كښې كمے تجويز كوٶ۔ ده ووئيل د 22 نه تر 32 لكه په نتخوا دارو د ټېكس شرح د 25 فيصد نه 23 فيصد تجويز شوې۔ وفاقي وزير اورنګزېب ووئيل دا اقدام د ټېكسونو سپېځلي نظام جوړولو او د ټېكس وركوٶنكو تنخوادارو بار كمولو لپاره د حكومتي عزم عكاسي ده۔












