اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه د قامي صحت وزارت 22 روانو پروژو لپاره په مجموعی توګه 14 اربه 34 كروړه 35 لكهه روپۍ فنډز د بېلولو تجويز وركړے شو۔ د نهي په ورځ جاري پي اېس ډي پي له مخې د آئی ډی ایس آر ایس منصوبې لپاره 2 اربه روپۍ، اسلام آباد کیپټل ټیریټری كښې څلور …
پي اېس ډي پي كښې د صحت وزارت 22 روانو پروژو لپاره 14 اربه 34 كروړه 35 لكهه روپۍ بېلول تجويز كړې شوې
اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) ترمخه د قامي صحت وزارت 22 روانو پروژو لپاره په مجموعی توګه 14 اربه 34 كروړه 35 لكهه روپۍ فنډز د بېلولو تجويز وركړے شو۔ د نهي په ورځ جاري پي اېس ډي پي له مخې د آئی ډی ایس آر ایس منصوبې لپاره 2 اربه روپۍ، اسلام آباد کیپټل ټیریټری كښې څلور بی ایچ یو جوړولو لپاره 36 كروړه 47 لكهه روپۍ، بډھانه کلاں كښې چلډرن هیلتھ سنټر جوړولو منصوبې لپاره 10 كروړه 82 لكهه روپۍ، بری امام كښې چلډرن هیلتھ سنټر منصوبې لپاره 13 كروړه 71 لكهه روپۍ، جی الیون تھري كښې جناح روغتون منصوبې لپاره 20 كروړه روپۍ، ګولړه شاهاں كښې اېم این سی ایچ سی جوړولو منصوبې لپاره 6 كروړه 26 لكهه 80 زره روپۍ، د آبادۍ په اړه كلن ایکشن پلان عملدرآمد منصوبې لپاره 10 كروړه روپۍ، ترلائی كښې کنګ سلمان بن عبدالعزیز هسپتال جوړولو لپاره يو كروړ روپۍ او د ډائریکټوریټ آف سنټرل هیلتھ اسټیبلشمنټ منصوبې لپاره 29 كروړه 52 لكهه 70 زره روپۍ، اسلام آباد كښې کینسر هسپتال جوړولو لپاره يو ارب 70 كروړه 10 لكهه روپۍ، ټی بی، ایچ آئی وي او د ملیریا په اړه مینجمنټ یونټ منصوبې لپاره 20 كروړه روپۍ، وفاقی سيمو كښې یونیورسل هیلتھ کوریج باوري كولو منصوبې لپاره 50 كروړه روپۍ، ډرګ کنټرول سیکشن هیلتھ ډیپارټمنټ اسلام آباد په اړه منصوبې لپاره 26 كروړه 44 لكهه 20 زره روپۍ، اسلام آباد كښې کینسر هسپتال لپاره آلات اخستو لپاره 90 كروړه روپۍ، پمز كښې سټروکس انټروینشن او ایکسپنشن آف کریټیکل کیئر منصوبې لپاره 90 كروړه روپۍ، د لويو وباګانو په تناظر كښې رابطه کارۍ او هیلتھ ورك فورس پرمختګ منصوبې لپاره 20 كروړه روپۍ، فیډرل ګورنمنټ پولي کلینک هسپتال كښې کارډیالوجی ډیپارټمنټ اپ ګریډیشن منصوبې لپاره 48 كروړه روپۍ، انفیکشس ډیزیز لیبارټری جوړولو منصوبې لپاره 10 كروړه روپۍ، د هیپاټائټس سي خاتمې په اړه د وزیراعظم منصوبې لپاره يو ارب روپۍ، د ذیابیطس مخنيوي او په هغې قابو موندلو په اړه د وزیراعظم منصوبې لپاره 80 كروړه روپۍ، جناح میډیکل کمپلیکس اینډ ریسرچ سنټر اسلام آباد منصوبې لپاره 4 اربه روپۍ او شیخ زید پوسټ ګریجویټ میډیکل انسټی ټیوټ لاهور كښې ریډیالوجی ډیپارټمنټ اپ ګریډیشن منصوبې لپاره 2 كروړه روپۍ فنډز د بېلولو تجويز وركړے شوے دے۔












