اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) حکومت د راروان مالي كال 26-2025 پرمختيائي پروګرام ترمخه د منصوبې بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت لپاره 23 زره 270 ميليونه روپۍ د بېلولو تجويز وركړے دے ۔ د نهي په ورځ جاري شوې پي اېس ډي پي له مخې حکومت د راروان مالی كال پرمختيائي پروګرامونو كښې پالیسی ریسرچ سنټر لپاره 200 ميليونه روپۍ ، ډویلپمنټ کمیونیکشن لپاره 200 ميليونه روپۍ …
حکومت د كال 26-2025 پرمختيائي پروګرام ترمخه د منصوبې بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت لپاره 23زره 270 ميليونه روپۍ بېلول تجويز كړې
اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) حکومت د راروان مالي كال 26-2025 پرمختيائي پروګرام ترمخه د منصوبې بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت لپاره 23 زره 270 ميليونه روپۍ د بېلولو تجويز وركړے دے ۔ د نهي په ورځ جاري شوې پي اېس ډي پي له مخې حکومت د راروان مالی كال پرمختيائي پروګرامونو كښې پالیسی ریسرچ سنټر لپاره 200 ميليونه روپۍ ، ډویلپمنټ کمیونیکشن لپاره 200 ميليونه روپۍ ،نیشنل اکنامک ټرانسفارمشن لپاره 150 ميليونه روپۍ ، د پلان هاؤس جوړولو لپاره 500 ميليونه روپۍ دغسې د سپیشل انیشیټوز پروګرام ترمخه نیشنل سنټر فار برانډ ډویلپمنټ لپاره 100 ميليونه ، د سي پیك سنټر فار ایکسیلینس لپاره 375 ميليونه روپۍ ، 2022 سیلاب نه پس بلوچستان كښې د بحالۍ پروګرام لپاره 18000ميليونه روپۍ ، کم ترقی یافته 20 ضلعو لپاره يو زر ميليونه او پرائم منسټر سپوټ ګرانټ پروګرام لپاره د 500ميليونه روپو پشمول بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډز د بېلولو تجويز وركړے دے ۔












