اسلام آباد۔9جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لکی مروت، کوټ کشمیر كښې د خوارجی ترهګرو په ضد آپريشن كښې شهيد پوليس اهلكار ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې شهید اهلکار شاهد خان د فرض ادا كولو په لاره كښې د ځان قرباني كولو اعلی مثال پرېښود ، د هغه ځانګړې قرباني به تر اوږدې مودې ياده ساتلې شي۔ د كورنيو چارو …
د وفاقي وزير محسن نقوي لکی مروت، کوټ کشمیر كښې د خوارجی ترهګرو په ضد آپريشن كښې شهيد پوليس اهلكار ته د عقيدت پيرزوئنې
اسلام آباد۔9جون (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لکی مروت، کوټ کشمیر كښې د خوارجی ترهګرو په ضد آپريشن كښې شهيد پوليس اهلكار ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې شهید اهلکار شاهد خان د فرض ادا كولو په لاره كښې د ځان قرباني كولو اعلی مثال پرېښود ، د هغه ځانګړې قرباني به تر اوږدې مودې ياده ساتلې شي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيد اهلكار شاهد خان كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل شهيد اهلكار شاهد خان په مړانه د خوارجي ترهګرو مقابله وكړه او د فرض ترسره كولو په مهال يۍ د ځان قرباني وركړه كومه به چې تر اوږدې مودې ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل پوليس اهلكارو د كارروايۍ په مهال 3 ترهګر وژلو سره د خوارجو ناوړه عزائم خاورو سره سم كړل۔ محسن نقوی ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د خوارجي ترهګرو مخې ته لكه د اوسپنې دېوال ولاړ دي ٬ د كے پي كے پوليس مېړنو فرزندانو ته سلام كوو۔












