د روان مالي كال 25-2024 اقتصادي سروے جاري ، مجموعي قومي پېداوار كښې 2.7 فیصده اضافه شوې ٬ د جی ډی پی حجم په اولني ځل 411 اربه ډالر څخه زيات شو: اقتصادي سروے

اسلام آباد۔9 جون(اے پی پی) وفاقی حکومت د ګل په ورځ د روان مالي كال 25-2024 اقتصادی سروے جاری كړې ده۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب خپل اقتصادي ډلې سره د خبري كنفرنس په مهال اقتصادی سروے جاری كړه۔ د اقتصادی سروے له مخې په روان مالي كال كښې په جی ډی پی كښې 2.7 فیصده اضافه وشوه٬ په اولني ځل د دې حجم 411 اربه ډالر څخه زيات …

اسلام آباد۔9 جون(اے پی پی) وفاقی حکومت د ګل په ورځ د روان مالي كال 25-2024 اقتصادی سروے جاری كړې ده۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب خپل اقتصادي ډلې سره د خبري كنفرنس په مهال اقتصادی سروے جاری كړه۔ د اقتصادی سروے له مخې په روان مالي كال كښې په جی ډی پی كښې 2.7 فیصده اضافه وشوه٬ په اولني ځل د دې حجم 411 اربه ډالر څخه زيات شو٬ سړي سر كلن آمدن 1824 ډالر پاتے شو٬ د افراط زر شرح تر 0.3 فیصده كمه شوه٬ په برآمدات كښې 6.8 فیصده ٬ د ترسيلات زر په محصولاتو كښې 30.9 فیصده او د اېف بی آر په ټېكس وصولو كښې 25.9 فیصده اضافه شوې ده٬ مالياتي خساره تر 2.6 فیصده كمې شوې او د کے اېس ای 100 انډېکس كښې 52.6 فیصده شرح نمو ريكارډ كړې شوې ده۔ د اقتصادی سروے له مخې د تېر مالي كال په مهال د زر مبادله قامي پنګو كښې د 5 اربه ډالړ يو په دوه اضافه وشوه۔ په مالي كال 2023 كښې د زر مبادله پنګې 5.4 ارب ډالره وې ٬ د مالياتو د فعاله نظام او په خرڅونو قابو موندلو سره په تېرو 20 كلونو كښې په اولني ځل پرائمری بېلنس سرپلس پاتے شوے دے چې ورسره د جي ډي پي په مقابله كښې د پورونو په شرح كښې په زړه پورې كمې شوې دې۔ د كركيلې څانګې پرمختګ لپاره زرعی مداخل، تصدیق شدہ تخمونه ، د مشینری اغستلو او فارم منېجمنټ لپاره اېګریکلچر کرېډټ سكيم معارفي كړې شوې دې د كوم چې ښې نتيجې رامخې ته شوي دي۔ د خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل (اېس آئی اېف سی) اقداماتو سره د توان ٬ كركيلې ٬ كان كنۍ ٬ معدنيات ٬ آئي ټي او دفاع په څانګو كښې تلپاتي پرمختګ لپاره يو شمېر موقعې رامخې ته شوي دي۔ كم آمدن لرونكو طبقو ته ريليف وركولو له بے نظیر انکم سپورټ پروګرام كښې 27فیصده اضافه شوې ده٬ د وزیراعظم یوتھ سکلز ډوېلپمنټ پروګرام لاندې 16 زره څخه زياتو وګړو ته د آئي ټي او د مېلمستيا په څانګه كښې 5 زره ځوانانو ته نړيوال مستند ادارو څخه تربيه وركړې شوه۔ د اقتصادي سروے له مخې په روان مالي كال كښې د جي ډي پي شرح نمو 2.7 فیصده پاتې شوې ده په كومه كښې چې د صنعتی څانګې د 4.8 فیصده شرح نمو مهم كردار دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې روان مالي كال لپاره د صنعتي څانګې د نمو هدف 4.4 فیصد ټاكلې شوې ؤ۔ تېر كال د صنعي څانګې شرح نمو 1.4 فيصده پاتې شوې وه۔ د روان كال په مهال د جي ډي پي حجم په اولني ځل 411 ارب ډالر ته رسېدلے دے كوم چې تېر كال 372اربه ډالر ؤ۔ دغسې په مجموعي سړي سر كلن آمدن كښې هم د 162اربه ډالرو اضافه شوې ده۔ سړي سر آمدن 1824 ډالر ته رسېدلې دې۔ د اپرېل 2024 په مهال د افراط زر شرح 17.3فیصد وه كومه چې په اپرېل 2025 كښې تر 0.3 فیصده كمې شوې ده۔ دې سره سره كرنټ اكاؤنټ خساره هم جولائي 2024 څخه تر اپرېل 2025ﺀ 1.9ارب ډالر سرپلس پاتې شوې ده۔ تېر كال په دومره موده كښې هېواد په كرنټ اكاؤنټ كښې د 1.34ارب ډالر خسارې سره مخ ؤ۔ د روان مالي كال په مهال په برآمداتو كښې 6.8 فیصد اضافه وشوه او د برآمداتو ماليت تر 27.3 فیصد زيات شو۔ په ترسیلات زر كښې 30.9 فیصده ښكاره اضافه شوې ده۔ د اقتصادي سروے رپورټ له مخې د روان مالي كال په اولنو 10 مياشتو كښې مجموعی بهرنۍ سرمايه كاري د 16.5 فیصد اضافې سره تر 1209.4ملین ډالر زياته شوې ده۔ د سرمایه كارانو په باور كښې د اضافې له امله په روان مالي كال كښې کے اېس ای 100 انډېکس كښې 52.6 فیصد اضافه وشوه۔ دغسې په ټېكس محصولات كښې د 25.9 فیصد شرح نمو سره د محصولاتو حجم د 8126 ارب ډالر په مقابله كښی د جولائي 2024 نه تر مئی 2025 په مهال 10زره 234 ارب ډالر ته رسېدلې دې۔ د روان مالي كال په مهال د جي ډي پي په مقابله كښې د مالياتي خسارې شرح د تېر كال 3.7 فیصد په مقابله كښې تر 2.6 فیصد كمه شوې ده۔ د اكنامك سروے له مخې د بنکنګ سېکټر په اثاثه جات كښی 15.8فیصد اضافه ريكارډ كړې شوې ده او د اثاثو ماليت د دسمبر 2024 پايه كښې تر53.7 ټريلين روپو رسېدلے دے۔ د آئی اېم اېف ای اېف اېف پروګرام د پاكستاني معيشت د استحكام عكاسي كوي۔

مزید خبریں