اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) په پاكستان كښې د تركمانستان سفير عطاد جان مولاموف پاكستاني اولس ٬مشرتابه ته د لوے اختر مباركي وركړې ده۔ ده په خپل يو خصوصي پېغام كښې د پاكستان او تركمانستنان ترمينځه ژورې تاريخي او كلتوري اړيكې په ډاګه كړې۔ ده ووئيل په دواړو هېوادونو كښې لوے اختر جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ګډ اقدار د دواړو هېوادونو اولس …
په پاكستان كښې د تركمانستان سفير عطاد جان مولاموف پاكستاني اولس ٬مشرتابه ته د لوے اختر مباركي
اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) په پاكستان كښې د تركمانستان سفير عطاد جان مولاموف پاكستاني اولس ٬مشرتابه ته د لوے اختر مباركي وركړې ده۔ ده په خپل يو خصوصي پېغام كښې د پاكستان او تركمانستنان ترمينځه ژورې تاريخي او كلتوري اړيكې په ډاګه كړې۔ ده ووئيل په دواړو هېوادونو كښې لوے اختر جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ګډ اقدار د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته لا نزدې كوي۔ سفیر نه يوازې په منطقه كښې بلكې په نړيواله كچه هم امن ٬سوكالۍ او غوره ژوند لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د ملګرو ملتونو لخوا كال 2025 د امن او باور نړيوال كال ګرځولو په اهميت هم زور راوړو د كوم پیل چې تركمانستان كړے ؤ۔ ده ووئيل په 12 دسمبر 2025 اشک آباد كښې د شېډول انټرنېشنل فورم فار پیس اېنډ ټرسټ مقصد د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې د شخړو سوليز حل ته وده وركول دي۔ عطادجان مولاموف د تركمانستان او پاكستان ترمينځه د ملګرتيا او همكارۍ مضبوط تړون تكرارولو سره په سباؤن كښې دوه اړخيزه اړيكې له مضبوطولو كښې خوښي ښكاره كړه۔












