د وزيراعظم شهباز شريف د قازقستان صدر قاسم جومارټ توكائيف سره ټيليفوني خبرې ٬ د اختر مباركي

لاهور۔ 9 جون (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د جمهوريه قازقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه او د قازقستان ورور ولس ته يۍ د قربانۍ اختر مبارکي ورکړه۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم دفتر د میډیا څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د اوسني وضعیت سره سره په راتلونکو مصروفیتونو …

لاهور۔ 9 جون (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د جمهوريه قازقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه او د قازقستان ورور ولس ته يۍ د قربانۍ اختر مبارکي ورکړه۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم دفتر د میډیا څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د اوسني وضعیت سره سره په راتلونکو مصروفیتونو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په مثبت پرمختګ اطمينان څرګندولو سره د صلاحيت له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا لپاره د خپل عزو پخلے وكړو۔ په دې وروستیو کښې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کړکېچ په اړه هم خبرې وشوې۔ وزیراعظم شهباز شریف وویل زه د روان کال په پايې کښې د قازقستان ولسمشر د پاکستان رسمي دورې ته سترګې په لاره يم او تمه ده چې په دغه مهال به د تفاهم يو شمېر لوظنامې لاس ليك شي۔ د قازقستان ولسمشر د اختر په مباركۍ دوزیراعظم مننه او پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل زه به د روان كال په پايه كښې د پاكستان دوره كوم۔ دې څخه وړاندې به د راروانې مياشتې په پېل كښې د قازقستان خارجه وزير د پاكستان دوره كوي۔ هيله ده چې ددواړو لارښودو ترمينځه د راروان اي سي او او اېس سي او سرمشريزې غونډې په مهال ملاقات وشي۔

مزید خبریں