ملتان۔ 08 جون (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د جمهوري رواياتو تسلسل او قامي يووالې هيواد د پرمختګ په لاره روانولې شي٬ همت او زغم سره په ملكي او سيمه ايزو مسئلو قابو موندل كېدې شي۔ په ګيلاني هاؤس كښې د ښار معززينو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې د غرمې ډوډۍ مېلمستيا دستورې ته خپله وېنا كښې سيد يوسف رضا ګيلاني …
د جمهوري رواياتو تسلسل او قامي يووالې هيواد د پرمختګ په لاره روانولې شي: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني
ملتان۔ 08 جون (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د جمهوري رواياتو تسلسل او قامي يووالې هيواد د پرمختګ په لاره روانولې شي٬ همت او زغم سره په ملكي او سيمه ايزو مسئلو قابو موندل كېدې شي۔ په ګيلاني هاؤس كښې د ښار معززينو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې د غرمې ډوډۍ مېلمستيا دستورې ته خپله وېنا كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل هېواد ته د پېښو مسئلو حل لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده٬ زمونږ مذهب مونږ ته يو بل سره د مينې او زغم حكم كوي ٬ معاشي پرمختګ لپاره ضروري ده چې مونږ خپل منځه اختلافات يو اړخ ته كولو سره هېواد لپاره كار وكړؤ۔ په دې موقعه خپله وېنا كښې قاسم ګیلانی ووئيل مونږ به د اولسي خذمت مشن كه پاك پروردګار ته منظور وي په هر حال كښې روان ساتؤ۔ وروستو معززينو لپاره د غرمې ډوډۍ انتظام وكړے شو۔ په دستوره كښې د سيمې مشرانو او مېرمنو بشپړ ګډون وكړو۔ په دې موقع د ځينې كسانو لخوا د وړاندې كړې شوو شكايتونو د ازالې باور هم وركړے شو۔












