د راروان مالي كال 26۔ 2025 بجټ به د نهې په ورځ وړاندې كولې شي

اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) حکومت به د مالي كال 26۔ 2025 بجټ په 10 جون د نهې په ورځ پارليمنټ ته وړاندې كوي۔ د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب به بجټ وړاندے كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د راتلونكي مالي كال بجټ په ملكي او نړيوالو محاذونو معيشت ته پېښ چېلنجونه نظر كښې نيولو سره تشكيل كړے شوے دے۔ په بجټ كښې به مالیاتی انتظام سره …

اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) حکومت به د مالي كال 26۔ 2025 بجټ په 10 جون د نهې په ورځ پارليمنټ ته وړاندې كوي۔ د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب به بجټ وړاندے كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د راتلونكي مالي كال بجټ په ملكي او نړيوالو محاذونو معيشت ته پېښ چېلنجونه نظر كښې نيولو سره تشكيل كړے شوے دے۔ په بجټ كښې به مالیاتی انتظام سره سره ریونیو موبلائزیشن، معاشی استحکام او د نمو اقدامات، غیر پرمختيائي خرڅونو كښې كمې ، د روزګار موقعې پېدا كولو او د هېواد سماجي او اقتصادي سوكالۍ له اولس دوست پالېسۍ شامل وي۔ ذريعو وئيلي دي چې د مالی كال 26۔ 2025 د وفاقي بجټ اعلان تياريانې د ټاكلي ټائم لائنز له مخې زور او شور سره روانې دي۔ په دې مهال به د هېواد د معيشت صورتحال وړاندې كولو له يو مهم پري بجټ دستاوېز’’اکنامک سروے آف پاکستان‘‘ په 9 جون د ګل په ورځ جاري كولې شي۔ دا سروے به د ختمېدونكي مالي كال په مهال د معيشت مجموعي كاركردګي په ډاګه كوي كومه به چې يو حقيقت پسندانه رايې سره سره د سباؤن منصوبه بندۍ لپاره بنياد هم برابروي۔

مزید خبریں