لاهور۔8 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د جمهوریه تركيه صدر رجب طيب اردوان سره ټيلېفوني تماس ونيولو او هغه او ترك اولس ته يۍ د لوے اختر د خوشحالۍ په موقعه د اختر مباركي او نېكې هيلې وړاندې كړې۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د استنبول او لاچين خپلې اوسنۍ دورې په مهال د ملاقاتونو ذكر كولو …
د وزيراعظم ترك صدر ته د لوے اختر مباركي ٬ د دواړو لارښودو په بنيادي ګټو د يو بل د نه كمزورې كيدونكي ملاتړ پخلے
لاهور۔8 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د جمهوریه تركيه صدر رجب طيب اردوان سره ټيلېفوني تماس ونيولو او هغه او ترك اولس ته يۍ د لوے اختر د خوشحالۍ په موقعه د اختر مباركي او نېكې هيلې وړاندې كړې۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د استنبول او لاچين خپلې اوسنۍ دورې په مهال د ملاقاتونو ذكر كولو سره د پاك هند بحران په مهال د تركيه لخوا د پاكستان په مضبوط او نه كمزورې كېدونكي ملاتړ د صدر اردوان يو وارې بيا مننه وكړه۔ په دې اقدام ترك صدر د پاكستاني اولس زړونه وګټل۔ دواړو لارښودو په بنيادي ګټو د يو بل نه د كمزورې كېدونكي ملاتړ پخلے هم وكړو۔ دوئي د غزه صورتحال په شمول په روان سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ صدر اردوان د لوے اختر په موقعه د نېكو هيلو په څرګندولو د وزيراعظم مننه كولو سره پاكستاني اولس لپاره د خواخوږۍ جذبات څرګند كړل۔ ده په ټولو مهمو چارو كښې پاكستان لپاره د تركيه د كوټلي عزم پخلے وكړو۔












