لاهور۔8 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د لوے اختر د خوشحالۍ په موقع د سلطنت عمان د سلطان هیثم بن طارق آل سعید سره ټیلیفوني تماس ونیولو او سلطان هیثم او د عمان ورور ولس ته یې د اختر مبارکي وړاندې کړه۔ د وزیراعظم د دفتر د مطبوعاتي څانګې لخوا د اتوار په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې په خبرو اترو کښې دواړو مشرانو د امت …
د وزيراعظم شهباز شريف د عمان سلطان سره د اختر مباركۍ لپاره ټيليفوني تماس
لاهور۔8 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د لوے اختر د خوشحالۍ په موقع د سلطنت عمان د سلطان هیثم بن طارق آل سعید سره ټیلیفوني تماس ونیولو او سلطان هیثم او د عمان ورور ولس ته یې د اختر مبارکي وړاندې کړه۔ د وزیراعظم د دفتر د مطبوعاتي څانګې لخوا د اتوار په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې په خبرو اترو کښې دواړو مشرانو د امت مسلمه د یووالي او همغږۍ په اړه خبرې او د غزې د خلکو لپاره ځانګړې دعاګانې وکړې۔ وزیراعظم د پاکستان او هند ترمنځ د وروستي کړکېچ په مهال د عمان په دریځ د سلطان هیثم مننه او د کړکېچ کمولو او خبرو اترو لپاره یې د هغه د ملاتړ ستاینه وکړه۔ د پاکستان او عمان د ورورولۍ نزدې اړیکو ذكر كولو سره وزيراعظم سلطنت عمان سره په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ لا مضبوطولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم شهباز شریف د عمان سلطان ته د سركاري دورې كولو بلنه وركړه۔ سلطان هېثم بن طارق بلنه قبلولو سره وزيراعظم شهباز شريف ته هم د عمان دورې كولو بلنه وركړه۔ دواړه دورې به د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو سرچینو له لارې په مناسبو نېټو ترسره كيږي۔












