لاهور ۔7جون (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د قطر امير شېخ تمیم بن حمد الثانی سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه او قطري اولس ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د پرائم منسټر آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم د پاك هند ترمينځه زيات شوې تاؤ تريخوالې كمولو كښې په متحركه سفارتكارۍ او تعميري كردار د قطر د …
د وزيراعظم د لوے اختر په موقعه د قطر امير سره ټيليفوني خبرې
لاهور ۔7جون (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د قطر امير شېخ تمیم بن حمد الثانی سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه او قطري اولس ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د پرائم منسټر آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم د پاك هند ترمينځه زيات شوې تاؤ تريخوالې كمولو كښې په متحركه سفارتكارۍ او تعميري كردار د قطر د عزت مآب امير مننه وكړه۔ عزت مآب امیر د وزیراعظم د اختر مباركۍ په زړه پورې ځواب وركړو او پاكستاني اولس لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو يو بل سره په رابطه كښې په پاتې كېدو او زر تر زره د ملاقات په كولو اتفاق هم وكړو۔












