پېنډی۔7جون(اے پی پی) آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر په لائن آف كنټرول د وړاندې مورچو دوره وكړه او فرنټ لائن ډلو سره يۍ اختر ولمانځلو۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر لائن آف كنټرول سره د وړاندې مورچو دوره وكړه دغسې چې فرنټ لائن ډلو سره لوے اختر ولمانځي۔ افسروں او …
د آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر په لائن آف کنټرول د وړاندې مورچو دوره ٬ ځوانانو سره يۍ اختر ولمانځلو
پېنډی۔7جون(اے پی پی) آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر په لائن آف كنټرول د وړاندې مورچو دوره وكړه او فرنټ لائن ډلو سره يۍ اختر ولمانځلو۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر لائن آف كنټرول سره د وړاندې مورچو دوره وكړه دغسې چې فرنټ لائن ډلو سره لوے اختر ولمانځي۔ افسروں او ځوانانو ته د اختر مباركي وركولو سره فيلډ مارشل د هغوي نه كمزورے كېدونكے عزم٬ پېشه ور مهارت او په پرله پسې چېلنجونو كښې ثابت قدم پاتې كېدل وستائل۔ آرمی چیف د معركه حق آپرېشن بنیان مرصوص په مهال د فارمېشن د مثالي كاركردګۍ ستائنه كولو سره شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ سید عاصم منیر ځوانانو سره خبرو كښې ووئيل تاسو په مړانه او د فعاله ځواب د لارې د بې ګناه پاكستاني وګړو په كومو كښې چې كوچنيان ٬ مېرمنې او مشران شامل دي د ځانونو د ضايع كېدو مناسبه بدله اخستې ده۔ ده د وسله والو ځواكونو په جنګي تياريانو د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔ فیلډ مارشل د پاكستان اصولي دريځ په ډاګه كولو سره دا خبره تكرار كړه چې د هندي قبضې په ضد د كشميري اولس عادلانه او مېړنۍ هڅې به كله هم هېرې نه كړې شي۔ ده د كشمير مسئلې د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ په لائن آف كنټرول کمانډر راولپنډی کور آرمی چیف ته هركلے ووے۔












