د وزيراعظم د مصر صدر عبد الفتاح السيسي ته د اختر مباركي ٬ د منځني ختيز په صورتحال خبرې

لاهور۔7جون (اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د مصر صدر عبدالفتاح السیسی سره ټيلېفوني تماس ونيولو او هغه له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ وزيراعظم د مصر مشرتابه ٬ حكومت او اولس له هم د اختر مباركي وركړه۔ وزیر اعظم د پاك هند اوسني بحران په مهال د مصر د تعميري كردار او د امن هڅو ستائنه وكړه۔ په دې مهال د منځني ختيز په صورتحال هم خبرې وشوې۔ د خالي …

لاهور۔7جون (اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د مصر صدر عبدالفتاح السیسی سره ټيلېفوني تماس ونيولو او هغه له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ وزيراعظم د مصر مشرتابه ٬ حكومت او اولس له هم د اختر مباركي وركړه۔ وزیر اعظم د پاك هند اوسني بحران په مهال د مصر د تعميري كردار او د امن هڅو ستائنه وكړه۔ په دې مهال د منځني ختيز په صورتحال هم خبرې وشوې۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډي اېټ سرمشريزې غونډې لپاره تېر كال په دسمبر كښې د قاهرې خپلې دورې ذكر كولو سره وزيراعظم د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مصر سره د ملګرتيا خپلو اړيكو لا مضبوطولو او د دې لا پراخا كولو كښې د پاكستان د خوښې پخلې وكړو۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او روغتيا په شمول يو شمېر څانګو كښې همكاري زياتولو كښې خوښي لري۔ د مصر صدر د وزيراعظم د اختر د مباركۍ په زړه پوري ډول ځواب وركړو او د خوشحالۍ په دې موقعه يۍ پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د شريكې خوښې په ټولو چارو كښې پاكستان سره د خپلو اړيكو لا مضبوطولو كښې خوښي ښكاره كړه او سوئيلي آسيا كښې امن لپاره يۍ د پاكستان هڅې وستائلې۔

مزید خبریں