لاهور۔7جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لوے اختر په موقعه د كوېت ولي عهد سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه له مباركي وركولو سره يۍ د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي مرستې او سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د كوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد المبارك الصباح …
د وزیراعظم شهباز شریف د كويت ولي عهد سره ټيليفوني خبرې ، د اختر مباركي ٬ د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي مرستې او سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت زور
لاهور۔7جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لوے اختر په موقعه د كوېت ولي عهد سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه له مباركي وركولو سره يۍ د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي مرستې او سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د كوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد المبارك الصباح ته د اختر مباركي وركړه۔ په دې موقعه دواړو لارښودو د اسلامي نړۍ سلامتيا او سوكالۍ لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم د اوسني هند پاكستان تاؤ تريخوالي په مهال د امن او مذاكراتو په ملاتړ كښې د كوېت په مضبوط او متوازن موقف د كوېت د ولي عهد مننه وكړه۔ وزیراعظم د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي مرستې او سرمايه كارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم ولي عهد ته د پاكستان د سركاري دورې بلنه وركړه كومه چې ولي عهد قبوله كړه۔ ده پاكستاني وګړو له د وېزې په سهولت كښی په نرمۍ كولو د كوېت په خصوصي توګه مننه وكړه۔ صباح الخالد الحمد المبارک الصباح هم وزيراعظم له د اختر مباركي وركړه او پاكستاني اولس لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده په كوېت كښی د پاكستاني كميونټۍ د مثبت كردار ستائنه كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو له خپلې هڅې روانې ساتي۔












