اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) د وزیر اعظم د ډيجيټل ميډيا خاص مرستيال فهد هارون د ګلګت بلتستان اعلی وزير حاجي ګلبر خان او د وزيراعلی د تجارتي او ځوانانو چارو خاص مرستيال ذبيح الله په شمول نورو چارواكو سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان په نړيواله كچه شهرت لرونكې د سېلګرۍ څانګې لا رامخې ته كولو له ډیجیټل میډیا او پبلک کمیونېکېشن څخه ګته پورته كولو له …
د خاص مرستيال فهد هارون د ګلګت بلتستان وزيراعلی سره ملاقات ٬ ځوانان په خپلو پښو اودرولو او منطقه كښې تجارت ته په وده وركولو خبرې
اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) د وزیر اعظم د ډيجيټل ميډيا خاص مرستيال فهد هارون د ګلګت بلتستان اعلی وزير حاجي ګلبر خان او د وزيراعلی د تجارتي او ځوانانو چارو خاص مرستيال ذبيح الله په شمول نورو چارواكو سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان په نړيواله كچه شهرت لرونكې د سېلګرۍ څانګې لا رامخې ته كولو له ډیجیټل میډیا او پبلک کمیونېکېشن څخه ګته پورته كولو له شريكو هڅو ته خاص پاملرنه وكړې شوه۔ په ملاقات كښې ځوانان په خپلو پښو اودرولو او په منطقه كښې تجارت ته په وده وركولو خبرې هم وشوې په كومو كښې چې تلپاتي پرمختيائي پرمختګ لپاره په ګډ عزم زور راوړلے شو۔ فهد هارون په نړيواله كچه د منطقې پروفائل زياتولو او لا زيات سامعين شاملولو له د ډيجيټل پلېټ فارمز په اهميت ټينګار وكړو۔ په دې موقعه د ګلګت بلتستان وزيراعلی ٬ خاص مرستيال او نورو چارواكو په بېلو څانګو كښې د پېشرفت مخ په وړاندې بوتللو عزم پخلے وكړو۔ دا خپل منځه مکالمه د همكارۍ په مضبوطولو كښې يو مهم ګام په ګوته كوي چې مقصد يۍ د عصري تګلارو د لارې د ګلګت بلتستان اقتصادي او سماجي پرمختګ ته لا وده وركول دي۔ كال 2025 لپاره د نړيوال پلېټ فارمز لخوا پېژندلې كېدونكې ګلګت بلتستان د خپل قدرتي ښكلا او ګرځنده كلتور له امله د نړۍ پام خپلو پلو ګرځوي۔












