د بلاول بھټو زرداري د امريكائي ایوان نمائندګان خارجه چارو كميټۍ اعلی عهديدارانو سره ملاقات ٬ د هندي حكومت په اوسنيو پارونكو بيانيو د پاكستان د ژورو تحفظاتو څرګندونه

واشنګټن ۔6 جون(اے پی پی) د پاكستان د سفارتي مشن مشر او د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د امريكائي كانګريس د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن برائن ماسټ، رېنکنګ ممبر ګرېګوری مېکس او د سوئيلي او منځنۍ آسيا ذېلی کمېټی چیئرمېن بل هائزنګا او سینئر کانګرېس مېن برېډ شرمین سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې بلاول بھټو زرداری د هندي حكومت په اوسنيو پاروونكو بيانيو د پاكستان د …

واشنګټن ۔6 جون(اے پی پی) د پاكستان د سفارتي مشن مشر او د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د امريكائي كانګريس د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن برائن ماسټ، رېنکنګ ممبر ګرېګوری مېکس او د سوئيلي او منځنۍ آسيا ذېلی کمېټی چیئرمېن بل هائزنګا او سینئر کانګرېس مېن برېډ شرمین سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې بلاول بھټو زرداری د هندي حكومت په اوسنيو پاروونكو بيانيو د پاكستان د ژورو تحفظاتو څرګندونه كولو سره ووئيل چې په خاص توګه د سندھ طاس لوظنامې په يو اړخيزه توګه معطل كول يو خطرناك مثال او د نړيوال قانون سنګينه خلاف ورزي ده۔ ده په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ناوړه شوي صورتحال رڼا اچولو سره ووئيل تلپاتے امن زبردستۍ يا فشار سره نه بلكې بامعني مكالمې او سفارتكارۍ سره ترلاسه كېدے شي۔ بلاول بھټو زرداری په منطقه كښې تاؤ تريخوالې كمولو له د امريكا د هڅو ستائنه وكړه او سيمه ايز امن او د كشمير مسئلې عادلانه حل لپاره يۍ د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں