اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) پاکستان په 5 جون 2025 د بیروت او لبنان په سوئيلي سيمو د اسرائيلي ځواكونو د فضائي بريدونو غندنه كولو سره وئيلي دي چې د لويے اختر په موقع پېل كړې شوي دا بريدونه د نړيوال قانون ٬ د لبنان د خپلواكۍ او د 24 نومبر جنګ بندۍ لوظنامې ښكاره خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري كړې شوي پرېس ريليز كښې وئيلې …
پاكستان په بيروت ٬ لبنان د اسرائيلي ځواكونو فضائي بريدونه وغندل
اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) پاکستان په 5 جون 2025 د بیروت او لبنان په سوئيلي سيمو د اسرائيلي ځواكونو د فضائي بريدونو غندنه كولو سره وئيلي دي چې د لويے اختر په موقع پېل كړې شوي دا بريدونه د نړيوال قانون ٬ د لبنان د خپلواكۍ او د 24 نومبر جنګ بندۍ لوظنامې ښكاره خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري كړې شوي پرېس ريليز كښې وئيلې شوي دي چې د طاقت بې درېغه كارول كېدل د وګړو ژوند خطر سره مخ كوي او دا د سيمې بې ثباتي زياتولو سره سره تلپاتي امن له روانو هڅو ته زيان رسوي۔ پاكستان په دې سخت وخت كښې د لبنان حكومت او اولس سره ولاړ دے۔ پاکستان په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه په ملګرو ملتونو او د جنګ بندۍ په ثالثانو زور راوړلو سره ويلي چې اسرائيلي قابض ځواكونه ځواب وركوؤنكي ګرځولو سره سره دې په تاؤ تريخوالي كښې د زياتوالي مخنيوي له فوري كارروائي وكړې شي۔ پاکستان امن، انصاف او د نړيوال قانون د اصولو عزم لري۔












