
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د آئي ټي پارك اسلام آباد دوره كړی او جديد ټېكنالوجي ودې لپاره يې حكومتي اقدامات خوشبينه ګرځولي۔د نهې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې دورې په مهال شزا فاطمه ته د آئي ټي پارك په تعميراتي پيشرفت بريفنګ وركړې شوې۔په دې موقع د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ او د آئي ټي وزارت چارواكي هم موجود وو۔وفاقي وزيرې ووئيل مونږ هڅه كوو چې د آئي ټي پارك د روان كال په مهال بشپړ شي۔آئي ټي پارك به د ځوانانو لپاره د كاروبار او روزګار موقعو مركز جوړ شي۔دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د وژن ترمخه د ډيجيټل پرمختګ پلو روان يو