د ريلوے وفاقي وزير او ازبكستان سفير علي شير تختائف ترمينځه ملاقات٬ازبكستان-افغانستان-پاكستان رېلوے ټرانزټ راهدارۍ په پروژه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي او په پاكستان كښې د ازبكستان تعينات سفير علي شير تختائف ترمينځه يو مهم ملاقات شوې چې پكښې ازبكستان-افغانستان-پاكستان رېلوے ټرانزټ راهدارۍ په پروژه د خيالاتو څرګندونه شوي۔د دې ملاقات مقصد په سيمه كښې د رېلوے په څانګه كښې مرستې ته وده وركول او د دې تاريخي پروژې بشپړیدو لپاره شريكه تګلاره جوړول ؤ۔دواړو لارښودو دا پروژه …

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي او په پاكستان كښې د ازبكستان تعينات سفير علي شير تختائف ترمينځه يو مهم ملاقات شوې چې پكښې ازبكستان-افغانستان-پاكستان رېلوے ټرانزټ راهدارۍ په پروژه د خيالاتو څرګندونه شوي۔د دې ملاقات مقصد په سيمه كښې د رېلوے په څانګه كښې مرستې ته وده وركول او د دې تاريخي پروژې بشپړیدو لپاره شريكه تګلاره جوړول ؤ۔دواړو لارښودو دا پروژه د سيمي اقتصادي پرمختګ او تجارتي رابطو مستحكمولو لپاره لويه كاميابي وګرځوله۔تقريبا 850 كلوميټره اوږد رېلوے کنیکټویټی په دې پروژه مرستې ته حتمي شكل وركولو لپاره رايو اتفاق شوې چې پكښې افغانستان كښې 647 كلوميټر اوږد نوې رېلوے لائن تجوړول شامل دے۔د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په دې موقع ووئيل د منصوبې بشپړېدو نه پس به د پاكستان تر مينځني آسيا تر ټولو لنډه او ښه لاره ترلاسه شي۔دې سره نه يوازې تجارتي حجم زيات شي بلكې د سيمې معيشت به هم ښه شي۔ده ووئيل د رېلوے دا كوريډور به د تجارت په وخت او لګښت كښې د كمې سبب وګرځي چې ورسره به ټولو ډلو ته ګټه وشي۔ده ووئيل د دې راهدارۍ ترمخه د كال 15 ملين ټنه سامان ترسيل صلاحيت متوقع دې كوم به چې په سيمه كښې د برآمدات او درآمدات حجم زياتولو كښې مرستياله ثابت شي۔دواړو لارښودو په افغانستان كښې د امن او استحكام ودې لپاره د دې منصوبې ممكنه مثبت اثرات وستائېل او دا يې د سيمې پرمختګ او د امن او روښانه سباؤن وګرځولو۔په دې موقع ده د رېلوے په څانګه كښې د مرستې لا زياتولو او په شريك پرمختيائي پروژو كار روان ساتلو د عزم څرګندونه وكړه۔د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د ازبكستان د تجربو څخه استفاده كولو سره په پاكستان كښې ريلوے په جديد ډول روانولو او د ريلوے كاركردګي ښه كولو لپاره د بشپړه اقداماتو لوظ وكړو۔د ملاقات په آخر دواړو ډلو سيمه ايزې مرستې ته ودې وركولو٬اقتصادي راهدارۍ فعالولو او شريك پرمختګ لپاره په شريكو پروژو د كار روان ساتلو د عزم پخلې وكړو

مزید خبریں