تهران 03 جون (اے پي پي)د اقتصادي مرستې تنظيم تهران كښې د غونډې آخرۍ ورځ د پاكستان او ايران ترمينځه مواصلات په څانګه كښې د شريك مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړې چې پكښې د ايران روډ و اربن ډوېلپمنټ وزير فرزانه صادق او پاكستان پلاوي مشر مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په خاص توګه ګډون كړې او د ايران وزير فرزانه صادق او وفاقي وزير عبدالعليم خان ترمينځه د …
د پاكستان او ايران ترمينځه د مواصلات په څانګه كښې د شريك مفاهمت په يادښتونو لاس ليك

مزید خبریں
تهران 03 جون (اے پي پي)د اقتصادي مرستې تنظيم تهران كښې د غونډې آخرۍ ورځ د پاكستان او ايران ترمينځه مواصلات په څانګه كښې د شريك مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړې چې پكښې د ايران روډ و اربن ډوېلپمنټ وزير فرزانه صادق او پاكستان پلاوي مشر مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په خاص توګه ګډون كړې او د ايران وزير فرزانه صادق او وفاقي وزير عبدالعليم خان ترمينځه د پلاوي سره باضابطه غونډه شوې چې پكښې دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده اړيكې لا قوي كولو په اړه هم اتفاق كړې شو۔د نهې په ورځ د مواصلات وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي چې د پاكستان او ايران پخواني مذهبي٬كلتوري او تاريخي اړيكي لري٬زمونږ كلتور د بلوچستان څخه پیل كېږي او د ايران سره د روزمره ژوند نه تر نورو چارو كښې مماثلت لري۔ده په تهران كښې اقتصادي مرستې تنظيم غونډه كول خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي چې دې سره په دې سيمه مثبت اثرات مرتب شي۔د ايران د روډ اينډ اربن ډوېلپمنټ وزير فرزانه صادق پاكستان كښې په خاص توګه مواصلات څانګې لپاره د هر ممكنه مرسته او دوه اړخيزه پروژو پېشرفت د خوښۍ څرګندونه وكړه۔په غونډه كښې د مواصلات وفاقي سېكرټري او سينئر افسران هم د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره وو۔ بل خوا د قازقستان ټرانسپورټ وزير مارات كاربائيف٬د تركمانستان ټرانسپورټ وزير ممیت خان چاكيو او ازبكستان ټرانسپورټ وزير الخوم محكموف هم د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره جلا جلا ملاقاتونه كړي او د هغوي سره د يې د خپلو هېواد په اړه د شريكې مرستې او بېلو محكمانه چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د مواصلات وفاقي وزير بېلو هېواونو وزيرانو او سينئر چارواكو هم هم ملاقاتونه كړي چې پكښې په خاص توګه پاكستان مواصلات څانګې په اړه ايم او يو لاس ليك پشمول مهم پريكړې شوي۔۔










