اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د پاکستان او آذربایجان ترمينځه د ريلوے څانګه كښې د اشتراك په عمل په تجاويز د رېلوے وزارت كښې جائزه غونډه وشوه۔د ريلوے وزير مملكت او وزيراعظم ډليوري يونټ (پي ايم ډي يو)مشر بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د ايس آئي ايف سي ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل اسد چيمه هم ګډون كړې۔په غونډه كښې د مواصلات او رېلوے وزارت نه …
د ريلوے وزير مملكت په مشرۍ كښې غونډه٬ د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د ريلوے په څانګه كښې د همکارۍ وړاندیزونو جاج واخستلې شو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د پاکستان او آذربایجان ترمينځه د ريلوے څانګه كښې د اشتراك په عمل په تجاويز د رېلوے وزارت كښې جائزه غونډه وشوه۔د ريلوے وزير مملكت او وزيراعظم ډليوري يونټ (پي ايم ډي يو)مشر بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د ايس آئي ايف سي ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل اسد چيمه هم ګډون كړې۔په غونډه كښې د مواصلات او رېلوے وزارت نه علاوه اېس آئي ايف سي او اين ايل سي اعلٰی چارواكي موجود وو۔په غونډه كښې د پاکستان او آذربایجان ترمينځه د ریل په څانګه كښې د مرستې تجاويز او مخ په وړاندې تللو حكمت عملۍ هم تفصيلي مشاورت شوې۔په غونډه كښې د رېلوے بورډ لاو لاجسټكس په اړه تجاويز هم غور كړې۔بلال اظهر كياني د مئي په 15مه نېټه باكو كښې د كركيلې نائب وزير سروان جعفرف او ريلويز چيئرمېن روشن رستموف سره ملاقات كړې و۔د رېلويز چيئرمېن روشن رستموف وزير مملكت بلال اظهر كياني ته رېل په څانګه كښې مرستې زياتولو باور وركړې و










