اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې د شنګھائي مرستې تنظيم غړيتوب پاكستان لپاره د اهميت وړ دے٬ ايس سي او سيمه ايزې مرستې او د غړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره موثره پليټ فارم دے، د غړو هېوادونو ترمېنځه مشتركه منصوبې، د ټيكنالوجۍ منتقلي او د صلاحيت زياتولو پروګرامونو كښې د موقعو زياتولو تجويز خوشبينه دے۔ ده دا خبرې …
د شنګھائي مرستې تنظيم غړيتوب پاكستان لپاره د اهميت وړ دے٬ ايس سي او سيمه ايزې مرستې او د غړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره موثره پليټ فارم دے۔ وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې د شنګھائي مرستې تنظيم غړيتوب پاكستان لپاره د اهميت وړ دے٬ ايس سي او سيمه ايزې مرستې او د غړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره موثره پليټ فارم دے، د غړو هېوادونو ترمېنځه مشتركه منصوبې، د ټيكنالوجۍ منتقلي او د صلاحيت زياتولو پروګرامونو كښې د موقعو زياتولو تجويز خوشبينه دے۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د چين په پايه تخت بيجنګ كښې د غړو هېوادونو د خزانې وزيرانو او د مركزي بېنكونو ګورنرانو غونډې ته خپلې ورچوئل وېنا كښې كړې۔ د خزانې وزير په اهمه غونډه كښې په كوربتوب د جمهوريه چين د حكومت مننه وكړه۔ د خزانې وزير ووئيل په دې غونډه كښې زما خپله د فزيكل ګډون خواهش ٶ خو په پاكستان د كلن بجټ سيزن په سبب زما ګډون ممكن نه شو۔ ده خپلې وېنا كښې پاكستان لپاره د شنګھائي مرستې تنظيم د غړيتوب اهميت رامخې ته كړو او تنظيم ئې سيمه ايزې مرستې او د غړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره موثره پليټ فارم وګرځولو۔ ده په دې موقع د اېس سي او منشور او د “شنګھائي سپرټ” اصولو له مخې سيمه ايزه مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره د عزم څرګندونه هم وكړه۔ وفاقي وزير د منطقې پرمختګ لپاره د نوې موقع په لټولو كښې د اېس سي او د هلو ځلو ستائنه وكړه او د تنظيم په دائره كار كښې معاشي مرسته لا قوي كولو لپاره ئې د پاكستان د عزم تذكره وكړه۔ ده د تنظيم د سيمه ايز استحكام او خوشحالۍ وده كښې په كردار لوبولو او د غړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، سرمايه كارۍ او مالياتي مرستې ته وده وركولو كښې د اېس سي او د كردار ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير د غړو هېوادونو ترمېنځه په مشتركه منصوبو، د ټيكنالوجۍ په منتقلۍ او د صلاحيت د زياتولو پروګرامونو د موقعو زياتولو د تجويز هم ملاتړ وكړو۔ د خزانې وزير په پاكستان كښې د ځانګړې معاشي استحكام ترلاسه كولو او د تل پاتي او جامع معاشي پرمختګ بنياد قوي ساتلو لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې د شوې اصلاحاتو په خاص توګه مالي نظم و ضبط، اهم معاشي اشاريو كښې بهتري، كرنټ اكاؤنټ زيان كښې كمې، د كرنسۍ په قدر كښې استحكام او د سرمايه كارو اعتماد كښې د اضافې كولو هم ذكر وكړو۔ د دې نه وړاندې غونډې ته خپلې وېنا كښې د چين د خزانې وزير او د پيپلز بينك آف چائنا ګورنر د پاكستان د معاشي پرمختګ ستائنه وكړه او په هېواد كښې د معاشي استحكام كاميابي او د اصلاحاتو ايجنډه مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د پاكستان حكومت له مباركي وركړه۔










