پینډي 03 جون (اے پی پی) امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې دوه جلا جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكي 7 ترهه ګر وژلي دي۔د نهې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر) لخوا جاري شوي بيان له مخې بلوچستان كښې د کچھی ضلعې په مچ سيمه كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع كاروائي كړې۔د عملياتو په مهال امنيتي …
امنيتي ځواكونو بلوجستان كښې كاروائي٬د هند پراكسي فتنه الهندوستان څخه تعلق لرونكي 7 ترهه ګر ووژل شول۔آئي اېس پي آر

مزید خبریں
پینډي 03 جون (اے پی پی) امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې دوه جلا جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكي 7 ترهه ګر وژلي دي۔د نهې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر) لخوا جاري شوي بيان له مخې بلوچستان كښې د کچھی ضلعې په مچ سيمه كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع كاروائي كړې۔د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ژالي په كوټلي ډچول ولقه كښې اخستلې او په يو بل د ډزو كولو نه پس د هند 5 ملاتړ كونكي ترهه ګر وژلي دي۔د قلات ضلعې په مارګنډ سيمه كښې شوي يو بل استخبارتي كاروائي كښې فتنه الهندوستان ترهه ګرو اډو معلومات سره 2 ترهه ګر وژلي دي ۔د وژل شويو فتنه الهندوستان ترهه ګرو څخه وسله٬چاودېدونكي توكي هم برآمد كړې شوي٬كوم چې د ترهه ګرۍ په ګڼو كاروائيو كښې ككړ ؤ۔د پاكستان امنيتي ځواكونه د هېواد څخه د هند ملاتړ كونكې ترهه ګرۍ ناسور ختمولو لپاره لوظي دي او هندي ملاتړ كونكې ترهه ګرۍ مرتكب كسان او د هغوي سهولت كار انصاف سره مخ كولو لپاره قوم د غېر متزلزل عزم پخلے كړي۔










