ندیم افضل چن د بلوچستان په دوه كامياب عملياتو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 03 جون (اے پی پی)د پاکستان پیپلز پارټۍ مرکزي اطلاعاتو سېکرټري ندیم افضل چن بلوچستان کښې په دوه كامياب عملياتو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي ډېر زر به د پاكستان څخه هر ډول ترهه ګر ډلي او د ترهه ګرۍ سوچ ختم شي۔د نهې په ورځ د پیپلز پارټۍ میډیا سيل له خوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل چې بهادر امنيتي ځواكونو …

اسلام آباد 03 جون (اے پی پی)د پاکستان پیپلز پارټۍ مرکزي اطلاعاتو سېکرټري ندیم افضل چن بلوچستان کښې په دوه كامياب عملياتو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي ډېر زر به د پاكستان څخه هر ډول ترهه ګر ډلي او د ترهه ګرۍ سوچ ختم شي۔د نهې په ورځ د پیپلز پارټۍ میډیا سيل له خوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل چې بهادر امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې دوه كامياب عملياتو په مهال 7 ترهه ګر وژلي دي۔ده ووئيل چې “فتنه الهندستان” د هند یوه پراکسي ده او دا ترهګر عناصر د پاکستان امن او سكون ته زيان رسول غواړي۔ ندیم افضل چن ووئيل چې پاكستان يو امناكه هېواد دے او پاكستانې قوم امن خوښې دې۔

مزید خبریں