اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د حج ركن اعظم وقوف عرفه به د زيارت په ورځ ادا كېږي٬ د يو لك 15 زره نه د زيات پاكستاني حج كوونكو پشمول به د لكهونو په شمېر مسلمانان د حج سعادت ترلاسه كوي٬ په منيٰ كښې خېمه بستي آباده شوې ده٬ په مكة المكرمة كښې ګردې نړۍ څخه راغلے ټول حج كوونكي به (نن) د شورو په ورځ منٰې ته …
د حج ركن اعظم وقوف عرفه به د زيارت په ورځ ادا كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د حج ركن اعظم وقوف عرفه به د زيارت په ورځ ادا كېږي٬ د يو لك 15 زره نه د زيات پاكستاني حج كوونكو پشمول به د لكهونو په شمېر مسلمانان د حج سعادت ترلاسه كوي٬ په منيٰ كښې خېمه بستي آباده شوې ده٬ په مكة المكرمة كښې ګردې نړۍ څخه راغلے ټول حج كوونكي به (نن) د شورو په ورځ منٰې ته ځي٬ په منيٰ كښې يو ورځ د پاتې كېدو نه وروسته به د زيارت په ورځ په 9مه ذوالحج د حج فريضه ادا كولو لپاره د سهار لمونځ نه وروسته د عرفات مېدان ته ځي٬ په مسجد نمريٰ كښې به د حج خطبه اوري او د دې نه وروسته به د ماسپخين او مازيګر لمونځ كوي٬ د مازيګر او ماښام ترمېنځه به وقوف عرفه وي په دې موقع به حاجيان د الله پاك په حضور كښې په چغو چغو ژړا كولو سره دعاګانے غواړي، د لمر پرېوتو نه وروسته به د ماښام لمونځ ادا كولو نه غېر مزدلفه ته روانېږي چرته چې به د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځائ ادا كوي، شپه به په مېدان كښې د قيام نه وروسته د سهار لمونځ ادا كوي او طلوع آفتاب سره به په منيٰ كښې خپلو خېمو ته ستنېږي٬ په وړومبۍ ورځ شېطان په كاڼو ويشتلو نه وروسته به سرونه خرئي او احرام به پرانځي دغسې په دوېمه او درېمه ورځ به هم شېطان په كاڼو وولي، حاجيان به طواف زيارت لپاره مسجد الحرام او په درېمه ورځ به شيطان په كاڼو د ويشتلو نه وروسته حاجيان مكة المكرمه كښې خپلو استوګنو ته ستنېږي۔










