اسلام اباد 31 مئي (اے پي پي)د مواصلاتو وفاقي وزیر او د استحکام پاکستان پارټۍ چئيرمېن عبدالعلیم خان ارشد ندیم ته په سوئیلي کوریا كښې ایشین ایتھلیټکس چیمپئن شپ (ایشین ایتلیټکس چمپین شپ) كښې د سرو زرو مډال ګټلو په مناسبت د ټول قوم د اړخه مبارکي ورکولو سره وئويل "الحمدلله! یو ځل بیا د ټولو پاکستانیانو سرونه په فخر سره پورته شول ۔ د خالي په ورځ عبدالعلیم خان …
عبدالعلیم خان ارشد ندیم ته ایشین ایتھلیټکس چیمپئن شپ كښې د سرو زرو مډال په ترلاسه كولو د ټول قوم د اړخه مبارکي وركړه

مزید خبریں
اسلام اباد 31 مئي (اے پي پي)د مواصلاتو وفاقي وزیر او د استحکام پاکستان پارټۍ چئيرمېن عبدالعلیم خان ارشد ندیم ته په سوئیلي کوریا كښې ایشین ایتھلیټکس چیمپئن شپ (ایشین ایتلیټکس چمپین شپ) كښې د سرو زرو مډال ګټلو په مناسبت د ټول قوم د اړخه مبارکي ورکولو سره وئويل “الحمدلله! یو ځل بیا د ټولو پاکستانیانو سرونه په فخر سره پورته شول ۔ د خالي په ورځ عبدالعلیم خان په ایکس (پخواني ټویټر) په خپل مبارکي پیغام كښې وئیلي دي چې د ارشد ندیم په شان ځوانان زمونږ سرمايه ده او د ځوانانو لپاره د لاري مشعل دې ۔ ده ووئيل په سوئیلي کوریا كښې د اسیا د اتلانو سیالیو د پاکستان لپاره د ویاړ سبب ګرځيدلې چې په دې كښې د هندي لوبغاړي له ماتي وركول د پاکستان لپاره نوره خوشحالي ده ۔وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ووئيل چې د فولادي قوم زوی ارشد ندیم د الله تعالی په مرسته د سرو زرو مډال ترلاسه كړې ۔ ده په خپل پیغام كښې ووئيل “شاباش ځوانه! ټول قوم په ته وياړ كوي”۔










