کوهستان ۔ 26 مئی (اے پي پي) د بره كوهستان ډپټي کمشنر په امر ایډیشنل اسسټنټ کمشنرز او اسسټنټ کمشنرز په بېلا بېلو ځايونو د پولیو ډلو په اسمبلۍ كښې ګدون وكړو ، ډلې يې روانې كړې او بيا يې د كمپائن په مهال په بېلو یونین کونسلو او سيمو كښې د پولیو ډلو کارکردګي ، حاضري او د کوریج څارنه وكړه۔ دوي د پولیو ډلو ته سپارښتنه وكړه چې …
بره کوهستان كښې د پوليو مخ نيوي 5 ورځنے كمپائن روان دے

مزید خبریں
کوهستان ۔ 26 مئی (اے پي پي) د بره كوهستان ډپټي کمشنر په امر ایډیشنل اسسټنټ کمشنرز او اسسټنټ کمشنرز په بېلا بېلو ځايونو د پولیو ډلو په اسمبلۍ كښې ګدون وكړو ، ډلې يې روانې كړې او بيا يې د كمپائن په مهال په بېلو یونین کونسلو او سيمو كښې د پولیو ډلو کارکردګي ، حاضري او د کوریج څارنه وكړه۔ دوي د پولیو ډلو ته سپارښتنه وكړه چې د مائیکرو پلان تر مخه كور په كور د پينځو كالو نه كم عمره ماشومانو ته د پولیو څخه د ساتلو څاڅكي وركړي او د ټاكلو اهداف سر كولو لپاره كوټلې هڅې وكړي ۔ ډپټي کمشنر کوهستان د كوچنيانو مور او پلار ته غږ كړے چې د پولیو ورکرز سره مکمل مرسته وكړي او خپل ماشومان د ټول عمري معذورۍ نه ساتلو لپاره هغوي ته د پولیو مخ نيوي ویکسین ضرور وركړئ۔ د پولیو خاتمې لپاره زمونږ د ټولو کردار ډېر ضروري دے۔









