د پېښور په شمول د خيبر پښتونخوا په ټولو ضلعو كښې د پوليو مخنيوي 5 ورځنے كمپائن پېل شو

پېښور۔ 26 مئی (اے پی پی) د پېښور په شمول د خېبر پښتونخوا په ټولو ضلعو كښې د پوليو مخنيوي 5 ورځنے كمپائن پېل شوے دے۔ د وياند له مخې د كمپائن په مهال به د ګردې صوبې 5 كالو څخه د كم عمر نزدې 73 لكه كوچنيانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركولې شي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره د تربيه شوو پوليو وركرز 35,465 لوبډلې تشكيل كړې شوي په كومو كښې چې 32,155 موبائل ډلې ٬ 1,918 فکسډ ډلې ، 1,225 ټرانزټ ډلې او 167 رومنګ ډلې شاملې دي۔ دې سره سره د دې ډلو فعاله څارنې له 8,351 اېریا انچارج تعينات او د كمپائن په مهال د پوليو ډلو مرستې له په ګرده صوبه كښې امنيتي انتظامات هم شوي دي