د بلوچستان ګورنر د پارلمان غړو سره په لس ورځني دوره چین ته ورسېد

کوئټه 25 مئي (اے پي پي): د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل د لس ورځني رسمي دورې په موقع د یوه پلاوي سره د چین پلازمېنې بېجینګ ته ورسېد۔ د ګورنر هاؤس ویاند له مخې پخواني وزیراعلی ډاکټر عبدالمالك بلوچ،د ايريګيشن صوبائي وزیر صادق عمراني، میر عاصم کرد ګیلو، د عوامي نېشنل پارټۍ داود خان اڅکزی او چنګیز خان مري، او بایزید خان کاسي د بلوچستان د ګورنر سره ملګري دي۔د بلوچستان د ګورنر دا دوره د پاکستان او چین ترمنځه د قوي ملګرتيا يو مهم پړاو په ګوته کوي چې مقصد ئې د اقتصادي اړیکو قوي كول ، په سیمه كښې د امن او استحكام وده او په خاص توګه په بلوچستان كښې د لوړو زده کړو او بنيادي ډهانچے كښې مرستي ته وده وركول دي ۔ هيله لرو چې د دې دورې به كوټلې نتيجې ترلاسه شي، په کوم كښې چې د بلوچستان او چین د لوړو زده کړو ادارو ترمينځه قوي اړيكي، د ځوانانو لپاره د اسكالرشپ پروګرامونه، او د جديد پوهي لرلو لپاره د تبادلې پروګرامونو ته وده ورکول شامل دي۔د چینایي چارواکو سره په ملاقاتونو كښې به په سوئیلي آسیا كښې د رامخې ته شوي اقتصادي او سیاسي بدلونونو په اړه هم خبرې كولې شي ۔د پاکستان او چین ترمنځه سفارت كاري او شريك افهام او تفهيم اډانه شراکتدارۍ د همرستي قوي بنياد اېښودلې۔هیله ده چې دا دوره به اقتصادي او تعلیمي اړیكو ته لا وده وركړي۔