فېصل آباد۔ 22 مئی (اے پی پی) د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان چيئرمېن صاحبزادہ زاهد محمود قاسمی، مرکزی سېکرټری جنرل علامه شاہ نواز فاروقی، وائس چیئرمېن پیر جی خالد محمود قاسمی، مرکزی ډپټی سېکرټری جنرل علامه شبیر احمد عثمانی، وائس چیئرمین مولانا سمیع اے حسینی، مرکزی فنانس سېکرټری علامه حفیظ الرحمن کشمیری، مرکزی قانونی مشیر میا اېم طیب اېډووکېټ او صوبائی صدر بلوچستان مفتی عبدالوحید وئيلي چې مونږ د بلوچستان په خضدار ضلع كښې د آرمي پبلك سكول د ماشومانو په بس د بزدلانه بريد سخته غندنه كوو٬ هند په پاكستان كښې د ترهګرۍ سرپرستي كوي٬ ټول قام د دې بزدلانه پرېكړې غندنه كوي او زمونږ خواخوږۍ ځپليو كورنيو سره دي۔ په خپله اعلاميه كښې دوئي ووئيل د سكول د ماشومانو د شهادت په پېښه هره سترګه ژړغونې او هر يو زړه غمژن دے۔ دوئي شهيدانو لپاره د لوړو درجو او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده ووئيل د هندي حكومت رياستي ترهګري د پرېوتو اخلاقياتو عكاسي كوي۔ دوئي ووئيل د هند بيانيه په دروغو اډانه او د هند دريځ بې بنسټه دے۔ دوئي ووئيلهند په منطقه كښې تاؤتريخوالي له وده وركوي