
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان د هر ډول بريد د بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري٬ په لسم مئي چې په كوم ډول د پاکستان قام د هندي جارحيت ځواب وركړے ھغه زمونږ د قامي خودارۍ او دفاعي صلاحيت څرګندونه ده۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ده ميډيا ته ووئيل پاكستان به په خپلې آزادۍ او سيمه ايز سالميت سمجهوته نه كوي۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل څنګه چې 28 مئي زمونږ د قامي تاريخ يادګاره ورځ ده دغسې په لسم مئي هم قام ثابته كړه چې د هر دول بريد د بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لرو۔