اسلام آباد۔15مئي (اے پي پي) د قامي علماء و مشائخ كونسل كنفرنس ګډون كوٶنكو د آپريشن بنيان مرصوص په كاميابۍ پاك پوځ سره د بشپړ يووالي څرګندونه او دوي ته په غوره ټكو پېرزوئنې وراندې كړې دي او د جمعې په ورځ د مئي 16مه نيټه يې ګرد هېواد كښې د يوم تشكر او يوم پاكستان په توګه د لمانځلو پرېكړه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت په اهتمام كښې د قامي مشائخ او علماء كونسل كنفرنس وشو چې پكښې وفاقي وزير سردار محمد يوسف د ګډون كوٶنكو مننه وكړه ۔ ده ووئيل د علماء و مشائخ په لارښودنه او تجويزونو عمل كولو سره به مهمې پرېكړې كوٶ، د بېلا بېلو سيمو او مختلف مكاتب فكر علماء كرامو د تجويزونو په رڼا كښې چې به كومې پرېكړې كېږي په ھغې كښې به د ټولو خېر وي۔ ده ووئيل د علماء كرام سرپرستي ډېره ضروري ده، دا پرېكړه وشوه چې د جمعې په ورځ به په ګرد هېواد كښې يوم امن او يوم تشكر لمانځلے شي او پاك پوځ سره به د بشپړه يووالي څرګندونه كولې شي۔ ده ووئيل د هر مكاتب فكر علماء كرام ته خواست كوٶ چې په اسلامي نړۍ كښې امن او ورورولۍ ته وده وركړي او د فتويٰ بازۍ نه ډډه وكړي۔ ده ووئيل مونږ په فلسطين د كېدونكو ظلمونو هم سخته غنده كوٶ او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي په دې معامله كښې خپل كردار ولوبوي۔ كنفرنس ته د مختلف مكتبه فكر علما و مشائخ وېنا وكړه