سينيټ كښې د پاکستان په ضد د هندي جارحي غندلو او د ”بنيان مرصوص” د لارې په بشپړ ځواب وركولو د پاك پوځ غېر متزلزل عزم او د وظيفائي پوهې اعتراف له قرارداد منظور

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) سېنېټ كښې يو قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شوے چې پكښې د پاکستان په ضد د هندي جارحيت غندنه او د ”بنيان مرصوص” د لارې په بشپړ ځواب وركولو د پاك پوځ غېر متزلزل عزم او د وظيفائي صلاحيت ستائنه شوې ده۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د قانون وزير سينيټر اعظم نذير تارړ دا قرارداد ايوان ته وړاندې كړو ٬ په قرارداد كښې ووئيل شول زمكيز پوځ٬ پاك فضائيه او پاك بحريه يو ځل بيا د كامياب آپريشن ”بنيان مرصوص” په مهال د غېر متزلزل عزم او وظيفائي صلاحيت څرګندونه كړې كومه چې د هند د بې دليله جارحيت په ضد شوې٬ دې اقدام او ريزوليوټ آپريشن سره د مورني وطن قامي سلامتيا او سيمه ايزه خپلواكي باوري كولو له مرسته تر لاسه شوې او د پاكستان د ذمه وار اتومي هېواد تشخص هم رامخئ ته شوے ۔قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان زمونږ د قام په طاقت٬ حوصله٬ اتحاد٬ د هند د جارحيت په ضد عزت او وقار سره تحفظ او په پرېكنده اخلاقي او ستراتيژكي كاميابۍ د الله پاك شكر ادا كوي، پاکستان له مباركي وركوٶ٬ د هر سياسي، مذهبي او د نظرياتي تفريق باوجود ټول قام د غېر متزلزل اتحاد څرګندونه كړې٬ د پاكستان ټول قام په يو مقصد يو غږ شوے كوم چې د هېواد د سلامتيا، سيمه ايزې خپلواكۍ او د پاکستان وقار ٶ۔ قرارداد كښې ووئيل شول پاك پوځ ته په بهادرۍ، ډسپلن، مثالي پوهه او په عظيمه کاميابۍ پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ دوي د زړه پورې وظيفائي پوهې او د حب الوطني څرګندونه كړې او د سکيورټي چيلنجز ئې ريزوليوټ پوځي كارروائي سره ځواب وركړے٬ پاك فضائيه د هندي جارحيت سخت ځواب وركړے او د دښمن د پوځي طاقت غرور يې خاورې كړے۔ دوي ستراتېژك توازن او ريډ لائن په برقرار ساتلے٬ د پاكستان د دفاعي صلاحيتونو نړۍ اعتراف كوي او ستائنه كېږي٬ دغسې په قرارداد كښې د مېړنو شهيدانو د قربانيو اعتراف شوے چا چې قامي سلامتيا او د هېواد عزت لپاره خپل ځانونه قربان كړي، دا مېړنې زامن به د قام په زړونو كښې ژوندي وي۔ په قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د هند د بې دليله يرغل او د ماشومانو٬ مېرمنو پشمول د بې ګناه وګړو په شهادت او په جوماتونو د بريد غندنه كوي او غمژنو كورنيو سره د غم دړد څرګندونه كوي، په سخت وخت كښې په غېر متزلزل او اصولي ملاتړ د دوست هېوادونو مننه كوي، پاکستان سيمه ايز امن او استحکام لپاره د عزم پخلے كوي٬ د ټولو شخړو مخلصانه، ډھانچه جاتي او د جامع خبرو پشمول په جمو و كشمير د خبرو اترو ملاتړ كوي او په حكومت زور راوړي چې ھغه د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې تل پاتې او سپېځلې حل لپاره نړيوالې ورورولۍ سره خبرې وكړي۔ په قرارداد كښې د سندھ طاس لوظنامې په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل شول پاکستان د اوبو د خپل جائز حق تحفظ له د عزم پخلے كوي كومه چې د قامي سلامتيا، نړيوالو لوظنامو٬ معاشي استحكام او سالميت مهمه برخه ده٬ د سندھ طاس تړون يو اړخيزه خلاف ورزو پشمول د پاكستان د برخې اوبو كمول يا د دې مخ اړولو هره هڅه د نړيوال قوانين سنګينه خلاف ورزي ده ٬ دا نه يوازې د انسانيت په ضد جرم دے بلكې د دې به په نړيواله او سيمه ايز كچه سنګين اثرات وي، پاکستان به په دې تناظر كښې د هند هر اقدام جنګ ګنړي٬ مونږ د دې خبرې پخلے كوٶ چې دا ايوان به خپل آئيني٬ قانوني او جمهوري ذمه وارۍ ترسره كوي٬ د پاكستان قامي مفادات٬ اتحاد٬ امن و سلامتيا او تل پاتي پرمختګ لپاره به كار كوي٬ دغسې ايوان د دې قرارداد په يوه خله منظوري وركړه۔