د هر هغه عمل څخه باید ډډه وكړې شي چې كركه ، تفرقه او شخړې پېدا كوي ۔سردار محمد يوسف

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د هر هغه عمل څخه باید ډډه وكړې شي چې كركه ، تفرقه او شخړې پېدا كوي ٬ د قامي يووالي په سبب مونږ دښمن له داسې ځواب وركړے چې ھغه به بيا لپاره داسې جرات نه كوي٬ علماء او مشائخ کونسل ته آئيني و قانوني حيثيت وركولو سره د دې دائره كار پراخه او كوټلے كول غواړو۔ د زيارت په ورځ د علماء و مشائخ کونسل غونډې په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل او كرم سره پاك پوځ دښمن ته په موثر ځواب وركولو د هېواد نامه روښانه كړې ٬ زه په ھغه وخت په سعودي عرب كښې ووم ٬ د سعودي عرب اولس پشمول د ګردې نړۍ اولس په بې مثاله كاميابۍ مونږ له مباركۍ راكوي، د قامي يووالي په سبب مونږ د دښمن داسې مقابله كړې چې بيا لپاره به ھغه د دې اقدام جرات ونه كړي۔ ده ووئيل په دې كاميابۍ زه وزيراعظم شهباز شريف ، د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير، ايئر چيف او نيول چيف له مباركي وركوم او تولو شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړآندې كوم۔ ده ووئيل علماء او مشائخ دې د مدرسو او د تعليمات د لارې د قامي يووالي فضا لا مستحكمه كړي٬ علماء او مشائخ کونسل ته آئيني و قانوني حيثيت وركولو سره د دې دائره كار پراخه او كوټلے كول غواړو۔ ده باور وركړو چې د علماء او مشائخ کونسل په جوړولو له به حكومت عملي اقدامات كوي۔ ده ووئيل د هر هغه عمل څخه باید ډډه وشي چې كركه ، تفرقه او شخړې پېدا كوي۔ سردار محمد يوسف ووئيل هېواد به د اسلامي فلاحي رياست جوړولو سره سره د ټولو مذهبونو پېروكارو لپاره د امن او خوشحالۍ ځاے جوړوٶ