د دوه ځائيز شهريت لرونكې پاكستانيان د رائے وركولو حق لري٬ هر ځل په الېكشن كښې د دوه ځائيز شهريت لرونكې پاكستانيان د ووټ حق استعمالوي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير قامي اسمبلۍ ته ووئيل د دوه ځائيز شهريت لرونكي پاكستانيان د رائے وركولو حق لري٬ هر ځل په الېكشن كښې د دوه ځائيز شهريت وړ پاكستانيان د ووټ حق استعمالوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د نورعالم خان د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو ته په پارلمان كښې …

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير قامي اسمبلۍ ته ووئيل د دوه ځائيز شهريت لرونكي پاكستانيان د رائے وركولو حق لري٬ هر ځل په الېكشن كښې د دوه ځائيز شهريت وړ پاكستانيان د ووټ حق استعمالوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د نورعالم خان د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو ته په پارلمان كښې د نمائندګي اختيار دې ايوان ته ترلاسه دے٬ په دې خبرې كېدې شي۔ ده ووئيل د هندي يرغل په مهال سمندر پورې پاکستانيانو پاکستان سره د يووالي او اتحاد څرګندونه كړې ٬ ده ووئيل ھغه كسان چې قانوني دستاويزات نه لري٬ د ويزې مودې نه وروستو پاتې كېدونكې او په غېر قانوني هلو ځلو كښې ملوث پاكستانيان ډي پورټ كېږي٬ د نړۍ په يو هېواد كښې پاكستانيانو سره امتيازي سلوك نه كېږي۔

مزید خبریں