اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول حکومت د سمندر پورې پاكسانيانو سهولتونو لپاره اقدامات كوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سيد رفيع الله د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ايوان ته ووئېل اوورسيز پاکستانيز زمونږ لپاره د احترام او اهميت وړ دي٬ د هېواد په تاريخ كښې يو غټ اوورسيز کنفرنس شوے چې پكښې سمندر پورې پاکستانيانو …
حکومت د سمندر پورې پاكسانيانو سهولتونو لپاره اقدامات كوي۔ د پارلماني چارو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول حکومت د سمندر پورې پاكسانيانو سهولتونو لپاره اقدامات كوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سيد رفيع الله د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ايوان ته ووئېل اوورسيز پاکستانيز زمونږ لپاره د احترام او اهميت وړ دي٬ د هېواد په تاريخ كښې يو غټ اوورسيز کنفرنس شوے چې پكښې سمندر پورې پاکستانيانو په لويه شمېره ګډون كړے٬ د ترسيلات زر اضافې څخه برېښي چې حکومت اوورسيز پاکستانيانو ته سهولتونه وركوي٬ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته وګړو د دستاويزات د سرټيفکيشن عمل ګرده نړۍ كښې يو شمېر هېوادونو خپل كړے٬ دا عمل وړاندې مېنوئل ٶ او د پرله پسې شكايتونو نه وروستو اوس نوې طريقه خپله كړې شوې ٬ په دې عمل كښې سپېځلتيا لپاره د حكومت لخوا د اقدامات سلسله جاري ده، ده ووئېل سمندر پورې پاکستانيانو ته د کورئير کمپنو، آن لائن اپوائنټمنټس او د “واك ان” سهولتونه وركولې كېږي چې په سبب ئې دوي د دستاويزات تصديق، توثيق يا سرټيفيکيشن كولې شي۔










