
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان لخوا پاكستان سره د بشپړه يووالي او ملاتړ په څرګندونه د صدر مننه كولو سره وئېلي دي پاكستان او آذربائيجان تل د رېښتني وروڼو غوندې يو بل سره ولاړ دي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه آذربائيجان صدر الهام عليوف سره په ټېليفون خبرې وكړی او سوئېلي آسيا كښې په اوسني بحران كښې د آذربائيجان لخوا په بشپړه ي والي او ملاتړ يې د صدر الهام عليوف مننه وكړه ۔ده ووئيل د صدر الهام عليوف مستقل ملاتړ د پاكستان اولس سره د زياتې مينې يوه بله څرګندونه ده۔وزيراعظم پاكستان سره د يووالي په څرګندونه د آذربائيجان ورور اولس هم مننه وكړه۔ده ووئيل يو ځل بيا د دواړو هېوادونو ترمينځه د تل پاتې ملګرتيا څرګندونه شوې٬ چې پاكستان او آذربائيجان تل د رېښتني وروڼو پشان يو بل سره ولاړ دي۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړی چې پاكستان سيمه ايز امن لپاره هند سره د جنګ بندۍ په مفاهمت اتفاق كړے او هم دا د برقرار ساتلو عزم لري۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د هند مشرتابه په اوسنو اشتعال انګيزه بيانونو د تشويش څرګندونه كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې په سباؤن كښې به د كوم هم جارحيت پاكستان د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا بشپړه دفاع كوي۔وزيراعظم زور راوړولو سره ووئېل جمو او كشمير شخړه سوئېلي آسيا كښې د عدم استحكام بنياد دے كومه چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل كول پكار ده ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د كشمير كاز لپاره د پاكستان په اصولي ملاتړ د صدر عليوف مننه وكړه۔وزيراعظم د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د خاص او د آزمېښت له مخې د كار كوونكو ورورولۍ په اړيكو رڼا اچولو سره ووئېل پاكستان دا ملګرتيا په شريكه توګه په ګټوره اقتصادي شراكتدارۍ د بدلولو عزم لري۔ده د پاكستان بېلو څانګو كښې د آذربائيجان لخوا د 2 اربه ډالر سرمايه كارۍ په اړه تجاويز ته حتمي شكل وركولو لپاره په پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ده د صدر الهام عليوف زر د پاكستان سركاري دورې د بلنې تجديد هم وكړو كومه چې صدر الهام عليوف قبوله كړه ۔صدر عليوف د پاكستان په لويه بريا وزيراعظم له مباركي وركړه۔ده د امن لپاره د پاكستان هڅې ستائېلو سره د جنګ بندۍ د مفاهمت هركلے وكړو۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې آذربائيجان پاكستان سره په ټولو څانګو كښې د خپلې ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له عزم لري۔