
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف كروندګرو ته په آسانو شرطونو د پور وركول٬ زرعي تحقيق ته د پاملرنې كولو او د زرعي څانګې پرمختګ لپاره اړوندو ډلو سره په مشاورت د جامع تګلارې خپلو امر سره وئيلي دي زرعي خود کفالت ترلاسه كولو لپاره د زراعت څانګه په جديد لارو چارو سموٶ، د معيشت پرمختګ لپاره به د زرعي څانګې پراخه استعداد كارول وي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په زرعي څانګه كښې د اصلاحات په اړه غونډه وشوه۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل لوي څښتن پاكستان ته خېرازه زمكه او زيرك زرعي پوهان وركړي٬ زمونږ كروندګر محنتي او مينه لرونكي دي۔ وزيراعظم امر وكړو چې كروندګرو ته دې په آسان شرطونو زرعي قرضې باوري كړې شي، د هېواد پېداوار زياتولو لپاره دې زرعي تحقيق ته پاملرنه وكړې شي۔ ده د تل پاتي زرعي صنعتي پرمختګ پاليسۍ جوړولو په ضرورت زور راوړو دغسې چې په هېواد كښې د كر كېلې سره سره ځنګلونه هم وده وكړي كوم چې د ماحولياتي بدلون مقابلې لپاره ډېر مهم دي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د زرعي څانګې پرمختګ لپاره دې اړوندو ډلو سره په مشاورت كوټلې تګلاره خپله كړې شي او په دې لړ كښې دې صوبو سره هم مشاورت وكړے شي، وزيراعظم د زرعي څانګې په اړه نېشنل ايګري انوويشن پلان وړاندې كولو، د زرعي تخمونو سرټيفيکيشن نظام كښې جاري اصلاحات په بيړه كولو او د اعليٰ معيار تخمونو ته د ودې وركولو په اړه د موثره لائحې جوړولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل په زرعي څانګه كښې د جديد ټيکنالوجۍ ودې ته مونږ زيات پا كوو۔ ده د زرعي څانګې په اړه د جامع ريګوليټري فريم ورك ترتيبولو هم امر وكړو۔ په غونډه كښې په زرعي څانګه كښې د اصلاحات په اړه د جوړ كړي ورکنګ ګروپ لخوا تجويزونه هم وړاندې كړے شول۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسين، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، مصدق ملک او اړوند اعليٰ سرکاري چاراوكو ګډون وكړو۔