د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سيرت چيئر او د سينټر فار جينډر سټډيز اينډ ويمن رائټس منصوبې په اړه د جاج اغستو غونډه

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سيرت چيئر او د سينټر فار جينډر سټډيز اينډ ويمن رائټس منصوبې په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاکټر مختار احمد،د منصوبه بندۍ كمېشن غړي ډاکټر نجيب اللہ او د وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير د تنظيمي ډھانچې د بشپړولو او سيرت چيئر زر تر زره فعاله كولو امر جاري كړو۔ ده واضحه كړه چې مونږ له هم خدائے له ځواب وركول دي٬ جوړ ځاے غېر فعاله ساتل د غفلت مترادف ده ٬ د اېف اي سي چارواكو لخوا غونډې ته بريفنګ وركړے شو چې د عملې د بهترۍ كار پېل شوے دے۔ په دې موقع وفاقي وزير امر وكړو چې د ماحوليات، فلسفې، کيمسټري او سوشيالوجي د اړوندو څانګو پوهانو خدمات دې ترلاسه كړې شي دغسې چې سيرت چيئر د نړيوال معيار يو تحقيقي مركز جور شي۔ احسن اقبال تجويز وركړو چې سيرت چيئر لپاره دې يو ټيکنيکل کميټي جوړه كړې شي چې د اسلامي نقطه نظر سره علمي لارښودونه وكړي۔ ده ووئيل مونږ له داسې څېړنكار پكار ده كومو څخه چې زده كوٶنكي نېغ په نېغه زدكړې وكړي او څوك چې تحقيق سره ژور تعلق لري٬ ده زور راوړو چې په نړيواله كچه شهرت لرونكو پوهانو په خاص توګه د تركيه او ماليزيا څخه دې سيرت چيئرز لپاره علمي مرسته ترلاسه كړې شي دغسې چې منصوبې په علمي كچه موثره او ځانګړې كردار ولوبولې شي۔