د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كابينې غړو سره د پسرور چهاؤنۍ دوره٬ د “معركه حق”له مخې”آپرېشن بنيان مرصوص”كښې د پوځ ځوانانو غېر معمولي بهادرۍ او پيشه وره مهارت ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې

پینډي 14 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د پسرور چهاؤڼۍ٬سيالكوټ دوره وكړه۔د هغه سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف٬د منصوبه بنډۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم موجود وو۔د دورې مقصد"معركه حق"له مخې آپريشن "بنيان مرصوص"كښې د پوځ ځوانانو غېر معمولي بهادرۍ او پيشه وره پوهې ته پيرزوئنې وړاندې كول …

پینډي 14 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د پسرور چهاؤڼۍ٬سيالكوټ دوره وكړه۔د هغه سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف٬د منصوبه بنډۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم موجود وو۔د دورې مقصد”معركه حق”له مخې آپريشن “بنيان مرصوص”كښې د پوځ ځوانانو غېر معمولي بهادرۍ او پيشه وره پوهې ته پيرزوئنې وړاندې كول وو۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير او د پاك فضائيه مشر ، ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو(نشان امتياز ملټري)هم په دې موقع موجود وو۔د آئي ايس پي آر له مخې د دورې په مهال وزيراعظم ته د “معركه حق”تفصيلات او د كور موجوده آپرېشنل تيارو په اړه مفصل بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم “معركه حق”كښې د پاك پوځ د ښې كاركردګي ستائېلو سره ووئېل د قام غېر متزلزل عزم څخه تقويت لرونكو د پاكستان بهادر ځواكونو د خوږ هېواد په ښه ډول دفاع وكړه او د دښمن د بزدلانه بريد يې پريكنده ځواب وركړو ۔ تاريخ به تل ياد ساتي چې څنګه په څو ساعتو كښې د پاكستان محافظو د هند بلا جواز جارحيت په بې مثاله مهارت او عزم خاورې كړو ۔د جنګ په ډګر موجودو افسرانو او ځوانانو سره د ملاقات په مهال وزيراعظم د هغوي د حوصلې ٬غېر معمولي پيشه وره صلاحيتونو او بشپړ چمتوالے وستائېلو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاكستان په خپلو مېړنو زامنو وياړ لري٬دا د قام وياړ او عزت دے۔ده په بې ګناه وګړو چې پكښې ماشومان٬ميرمنې او مشران شامل دي بريد شرمناك ګرځولو سره ووئېل دې ته ترهه ګري وئېلې شي كومه چې د نړيوال قانون٬اخلاقيات او ضابطو منافي ده ۔وزيراعظم ښكاره كړه چې زمونږ لخوا د غېر جابنداره پلټنو وړاندېز باوجود هند قصدا ً دغې څخه ډډه وكړه ځكه چې هغوي سره د دې د ثابتولو هيڅ نه وو۔ هغوي په غرور٬تكبر او د دروغو سره د بهانې په بنياد بريد كړے د كوم چې ډېر موثر او بشپړ ځواب وركړے شو ۔الحمدلله-وزيراعظم ووئيل زمونږ شهيدان زمونږ وياړ دے او قام به د هغوي قربانۍ تل ياد ساتي۔د دورې په پېل د پاك پوځ سرلښكر او د ګوجرانواله كور كمانډر د وزيراعظم تود هركلے وكړو ۔

مزید خبریں