پيپرا د اي پروکيورمنټ جديد نظام په کاميابۍ سره نافذ كړے٬ د اي پيډز سسټم له مخې تر اوسه د 28 زره نه د زيات سپلائرز رجسټريشن بشپړ شوے چې پكښې د 400 نه زياتې غېر ملكي كمپنۍ هم شاملې دي۔ (پيپرا) منيجنګ ډائريکټر حسنات احمد قرېشي

سلام آباد 14 مئي (اے پي پي) پيپرا د اي پروکيورمنټ جديد نظام په کاميابۍ سره نافذ كړے ٬ د اي پيډز سسټم له مخې تر اوسه د 28 زره نه د زيات سپلائرز رجسټريشن بشپړ شوے چې پكښې د 400 نه زياتې غېر ملكي كمپنۍ هم شاملې دي۔ دا خبره د پبلك پروکيورمنټ ريګوليټري اتھارټۍ (پيپرا) منيجنګ ډائريکټر حسنات احمد قرېشي د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې كړې۔ ده ووئيل وزيراعظم د پاکستان معيشت په ډيجيټل بنيادونو سمولو په وژن عمل كوي ٬ پيپرا د اي پروکيورمنټ جديد نظام په کاميابۍ سره نافذ كړے٬ د اي پيډز سسټم له مخې تر اوسه د 28 زره نه د زيات سپلائرز رجسټريشن بشپړ شوے چې پكښې د 400 نه زياتې غېر ملكي كمپنۍ هم شاملې دي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل پيپرا په سرکاري كچ د خريدارۍ عمل په جديد خطوطو سمولو لپاره يو موثره فرېم ورك او معياري طريقه كار جوړ كړے دے٬ په دې لړ كښې ځانګړې پېشرفت د اي پروکيورمنټ سسټم يا د اي پيډز نفاذ دے، چې د لارې يې د خريدارۍ بشپړ عمل ډيجيټل او اتومېتك كړے شوے ۔ ده ووئيل اي پيډز سسټم، اېف بي آر او سيکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان څخه د تصديق نه وروستو د غېر ملکي کمپنو رجسټرېشن يوازې په 24 ساعته كښې بشپړوي٬ سپلائرز د خپل ليپ ټاپ يا موبائل فون د لارې په سركاري ټېنډرز كښې برخه اخستې شي ٬ اوس د دوي دفترو ته د تللو ضرورت شته او نه د ټينډر په دستاويزات اسغتو خرڅ راځي ٬ بشپړ عمل د يو محفوظ٬ جديد او د صارف دوست آن لائن پلېټ فارم د لارې ترسره كېږي۔ د پيپرا ايم ډي له مخې د اي پروکيورمنټ د لارې د پرچېز پلان، ټينډر جمع كول، د بولۍ جانچ ، او د ټھيکو تر اجرا ټول پړاٶنه د اتومېتك نظام له مخئ بشپړولې شي۔ ده واضحه كړه چې دا سېسټم فول پروف دے او د پيپرا د منيجنګ ډائريکټر پشمول څوك هم په دې كښې لاس وهنه نشي كولې٬ د سسټم باقاعدہ سيکيورټي آډټ كېږي او د شكاتيونو په صورت د لاګ د لارې تر بشپړ رېكارډ رسنه ممكن ده۔ ده زياته كړه چې د اتلسم بدلون نه وروستو په سركاري كچه پرچېزنګ يوه صوبائي معامله ده او هرې صوبې خپل پروکيورمنټ اتھارټيز او رولز جوړ كړي خو پنجاب، سندھ، او د خېبرپښتونخوا پشمول ټولې صوبې د پيپرا د اي پيډز سسټم څخه استفادہ كوي٬ بلوچستان به راتلونكي جون كښې دا نظام خپل كړي۔ ده ووئيل لرې پرتو سمو كښې انټرنيټ ښه شوے دے او كه چرته مسئله مخې ته وي نو سپلائرز صوبائي پيپرا يا د وفاقي پيپرا په هېلپ لائن د سهار اته نه د شپې تر 12 بجو تماس نيولے شي٬ يا په پيچلي صورتحال كښې دفتر څخه لارښودنه ترلاسه كولې شي ٬ د يادونې وړ ده پاکستان پبلک پروکيورمنټ ريګوليټري اتھارټي (پيپرا) يوه خپلواكه ريګوليټري ادارہ ده كومه چې پيپرا آرډيننس له مخې كار كوي٬ د ادارې بنيادي مقصد په سرکاري ادارو كښې څيزونه٬ تعميراتي کارونه او د کنسلټنسي خدمات اغستل د پيپرا رولز 2004 له مخې منظم كول دي دغسې چې سپېځلې٬ موثره او منصفانه پرچېزنګ ته وده وركړې شي۔