اسلام آباد ۔14 مئ (اے پي پي) شفاﺀ هسپتال ته زمكه د د ټرسټ نه د سرمايه كارۍ په بنياد وركرې شوې وه ٬ په ټرسټ روغتونونو كښې د وړيا درملنۍ په اړه د پي ايم ډي سي هيڅ كردار نشته ٬ اين ډي ايم اے 13 زره وګرو ته د سول ډيفنس تربيه وركړې ده۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د صاحبزاده صبغت الله د پوښتنې په ځواب پارلماني سېكرټري علي مختار ملك ووئېل شفاﺀ روغتون ته زمكه په 1987 كښې ورګرې شوې وه ٬ د كومې بيعه چې ډېره لږه وه۔ روغتون ته زمكه د ټرسټ نه د سرمايه كارۍ په بنياد وركرې شوې وه۔د شفاﺀ موقف ؤ چې مونږ به دلته د 2 مېلين ډالرو سرمايه كاري كوو ۔ ده ووئېل د ټرسټ روغتونونو كښې د وړيا درملنې په اړه د پي اي ډي سي هيڅ كردار نشته۔ د ټرسټ خپل قواعد او ضوابط وي۔ د ډاكټر شازيه صوبيه اسلم د پوښتنې په ځواب ده ووئېل اين ډي ايم اے 9 زره وګرو له د سول ډيفينس تربيي وركولو اعلان كړے ؤ او تر اوسه 13 زره كسانو له تربيه وركرې شوې جې پكښې 12 زره سړي دي ۔ د اوسني بريد په مهال د سول ډيفنس اهلكارو خپلې ذمه وارۍ تر سره كړې دي۔