
پسرور 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شورو په ورځ د معرکه حق په مهال د آپريشن “بنيان مرصوص” د فرنټ لائن پسرور چھاؤڼۍ سيالکوټ دوره كړې ده ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د معرکه حق په مهال په آپريشن “بنيان مرصوص” كښې شريكو افسرانو او ځوانانو سره ملاقات وكړو ۔ د جاري بيان له مخې وزيراعظم به په راتلونكو څو ورځو كښې د پاك فضائيه او پاك بحريه افسرانو او ځوانانو سره ملاقات لپاره د ائير بيسز او نيول بيسز دوره هم كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير، ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، وفاقي وزير احسن اقبال، وفاقي وزير عطاء تارړ، د سيالكوټ کور کمانډر او اعليٰ سول او عسکري مشران هم وزيراعظم سره په دوره كښې ملګري وو۔